Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې م.م افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل لس میاشتنی راپور خپور کړي

د اسلامي امارت د یو کلنۍ واکمنۍ د پوره کېدو په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وايي، سبا «چهارشنبې» به په تېرو لسو میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړي.

د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په دغه راپور کې افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي:«په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور چې، د ۲۰۲۱ د اګسته له پنځلسمې د ۲۰۲۲ د جون تر پنځلسمې پورې پېښې رانغاړي، د جولای په شلمه د چهارشنبې په ورځ خپرېږي.»

ورته مهال د بشري حقونو مدافعینې هیله منې دي چې، دغه خپرېدونکی راپور به د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو، له ولسي وګړو سره ناسم چلن، جبري کډوالي، فقر او نور بشري مسایل انعکاس کړي.

د ښځو د حقونو فعالې مریم معروف اروین وویل:«په نږدې یوه وروستي کال کې د افغانستان ښځې د بشري حقونو له خراب وضعیت سره مخامخ دي او د دوی تر ټولو لومړني حقوق له هغوی اخیستل شوي او تراوسه په دې هکله هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»

بلخوا په تېرو یولسو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د یوناما پر چوپتیا سختې نیوکې شوې دي.

د پوهنتون استاد جاوېد سنګدل وايي:«که چېرې دا څېړنې بې پایلې پاتې شي؛ د افغانستان په وضعیت کې به هېڅ بدلون رامنځته نه شي او وضعیت به لا خراب کړي.»

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلل او یوناما یوازنۍ دفتر و چې، په کابل کې یې حضور درلود او خپلو کارونو ته یې دوام ورکاوه؛ خو اوس ولیدل شي چې، په دغه راپور کې د بشري حقونو په تړاو څه ویل شوي دي.

ټاکل شوې چې سبا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولي په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه خپل لس میاشتنی راپور خپور کړي.

Thumbnail

د اسلامي امارت د یو کلنۍ واکمنۍ د پوره کېدو په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وايي، سبا «چهارشنبې» به په تېرو لسو میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړي.

د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په دغه راپور کې افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي:«په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور چې، د ۲۰۲۱ د اګسته له پنځلسمې د ۲۰۲۲ د جون تر پنځلسمې پورې پېښې رانغاړي، د جولای په شلمه د چهارشنبې په ورځ خپرېږي.»

ورته مهال د بشري حقونو مدافعینې هیله منې دي چې، دغه خپرېدونکی راپور به د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو، له ولسي وګړو سره ناسم چلن، جبري کډوالي، فقر او نور بشري مسایل انعکاس کړي.

د ښځو د حقونو فعالې مریم معروف اروین وویل:«په نږدې یوه وروستي کال کې د افغانستان ښځې د بشري حقونو له خراب وضعیت سره مخامخ دي او د دوی تر ټولو لومړني حقوق له هغوی اخیستل شوي او تراوسه په دې هکله هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»

بلخوا په تېرو یولسو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د یوناما پر چوپتیا سختې نیوکې شوې دي.

د پوهنتون استاد جاوېد سنګدل وايي:«که چېرې دا څېړنې بې پایلې پاتې شي؛ د افغانستان په وضعیت کې به هېڅ بدلون رامنځته نه شي او وضعیت به لا خراب کړي.»

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلل او یوناما یوازنۍ دفتر و چې، په کابل کې یې حضور درلود او خپلو کارونو ته یې دوام ورکاوه؛ خو اوس ولیدل شي چې، په دغه راپور کې د بشري حقونو په تړاو څه ویل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه