امريکا افغانستان د انساني قاچاق او اجباري کار د هېوادونو په لېست کې شامل کړ.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په يو تازه راپور کې ويلي، د افغانستان حاکم حکومت د انساني قاچاق او اجباري کارونو د مخنيوي لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
په دې راپور کې افغانستان د هغوو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې، انساني قاچاق، اجباري کارونه او ماشومان پهکې د ياد راپور پر بنسټ د عسکرو په توګه ګومارل کېږي.
دې نوملړ کې پر افغانستان سربېره، روسيه، ايران شمالي کوريا او اته نور هېوادونه هم شامل دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرانټوني بلېنکن وویل:«د دې ستونزې کچه پراخه ده. په اوس وخت کې نږدې ۲۵ مېلیونه خلک د قاچاق قربانیان دي. متحده ایالات انساني قاچاق سره مبارزې ته ژمن دی ځکه چې قاچاق ټولنې بې ثباته کوي.»
په دې راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان اوسنی حکومت، د انساني قاچاق او اجباري کارونو د مخنيوي لپاره کوم اقدام نه دی کړی، خو د اسلامي امارت چارواکي بيا دا راپور ردوي او افغانستان د افغانانو لپاره خوندي هېواد ګڼي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي:«قاچاق او ټولې هغه ناقانونه کړنو چې شتون درلود، اسلامي امارت د هغه مخنیوی کړی او د هغه په وړاندې پرېکړنده اقدام شوی دی.»
د حقوقي چارو کارپوهان په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د حقوقي چارو کارپوه روح الله سخي زاده څرګندوي:«د انسان قاچاق او اجباري کار له قانوني عمر څخه په کم عمره کسانو په حقیقت کې ناروا دی او هېڅ ډول قانوني توجیه نه شي لرلای.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي انساني قاچاق کوونکي تر تعقيب لاندې ونيسي، څو د انساني قاچاق اړوند جرمونو مخنيوی وشي.
په دې اړه مو اندونه