Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاشکند په کوربتوب د افغانستان په تړاو غونډه؛ دا غونډه به سبا ته جوړه شي

ټاکل شوې سبا دوشنبې (د زمري په ۳مه) د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ نړۍوالې غونډې کوربتوب وکړي. په دغې غونده کې به د ایران، هند، پاکستان په ګډون د شلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي.

د تاشکند د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې موخه نړۍوال وړاندیزونه ښودلي چې د افغانستان وضیعت ورسره ښه کېدای شي.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې بخ یوې برخه کې راغلي دي:«د دغې غونډې د جوړولو موخه، د نړۍوالو لپاره د کړنلارو او وړاندېزونو برابرول، په افغانستان کې له جګړې وروسته د ثبات او امنیت ټینګښت او بیارغونه او همداراز د سیمه ییزو همکاریو له بهیر سره د افغانستان یو ځای کول دي.»

له کابله د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل:«د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې سبا ته د افغانستان د وضعیت په هکله د تاشکند په غونډه کې ګډون وکړي.»
  
د ازبیکستان چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې، د تاشکند په غونډه کې د طالبانو د پلاوي حضور د هغو د رسمیت پېژندو په مانا نه دی.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«افغانستان په انزوا کې دی له همدې امله ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان په هکله غونډې جوړې کړي.»

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی مهدي افضلي هم څرګندوي:«په افغانستان کې اوسن سیاسي او کړکېچن وضعیت پر ګاونډيو هېوادونو نېغ په نېغه اغېز لري له همدې امله هغه هېوادونه په هڅه کې دي چې دغه ګواښ د له بېلابېلو لارو دفع کړي.»

د افغانستان په تړاو د تاشکند له غونډې یوه ورځ وروسته به په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو غونډه هم جوړه شي. افغانستان د دغه سازمان د څارونکي غړيتوب لري او ویل کېږي په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په تړاو هم بحثونه وشي.

د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال د پوره کېدو په درشل کې به د دوشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د ازبېکستان په پلازمینه تاشکند کې یوه نړۍواله غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه