Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو میاشتو کې هېواد کې د ماین چاودنو د قربانیانو د شمېر زیاتوالی

د ماین پاکۍ د انسجام یا همغږۍ ریاست وايي، په دې وروستیو کې په هېواد کې د ماین چاودنو د قربانیانو شمېر زیات شوی دی.

د دې ادارې چارواکي وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۳ کسان چې ډېری یې ماشومان دي، د ماین چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ماین پاکۍ د همغږۍ موسسې رییس وایي، چې تر اوسه ۵۰ سلنه هغه سیمې چې باید له ماینونو پاکې شوې وای، پاکې شوې دي.

د دغې موسسې مسوولان د بهرنیو مرستو بندېدل یو له هغو لاملونو بولي چې په وینایې د دوی چارې یې ټکنۍ کړې دي.
 
د ماین پاکۍ د همغږۍ موسسې رییس نورالدین رستم خېل وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان له اړوند دفتر سره مو په دوامداره توګه ناستې لرلې دي؛ لاهم دې پایلې او هوکړې ته نه یوو رسېدلي چې زموږ ستونزې حل کړي؛ هغوی وايي چې دولت په رسمیت نه دی پېژندلی شوی او موږ له دولتي بنسټونو سره مرسته نه کوو.»

نورالدین رستم خېل وایي، چې د دغه بنسټ ۱۲۰ تخنیکي کارکوونکو د بودیجې د کموالي له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. د جمهوریت تر سقوط وروسته د دغه بنسټ څلور تخنیکي څانګې هم غیرفعاله شوې دي.

ښاغلي رستم خېل زیاته کړه:«که چېرې زموږ کارکوونکي بېرته په کار وګومارل شي او بودیجه یې بهرنیان ورکړي زموږ کار اسانه کېږي.»

بلخوا هغه کورنۍ چې خپلوان یې د ماین چاودنو په پېښو کې له لاسه ورکړي دي د هغو برخو د پاکولو غوښتونکي دي چې تراوسه په کې ماینونه شتون لري.

د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ سیمه کې د یوې کورنۍ پنځو ماشومانو چې څاروي یې د څرولو لپاره د غره شاته بیولي وو، له هغه ځایه له ځان سره یو ناچاودل شوی ماین کېږدۍ ته راوړ چې د لوبې پر مهال پرې وچادېد او پنځه واړه ماشومان یې ووژل شول.
   
د وژل شوي ماشوم پلار عبد الله وویل:«ماشومان هغه مرمۍ راوړه او چاودنه یې وکړه؛ دا حادثه ۱۲ ورځې مخکې وشوه.»
      
اومرا چې درې ماشومان یې د ماین په چاودنه کې وژل شوي داسې وايي:«درې ماشومان زما وو او دوه هم زما د ورور وو؛ زما ماشومان یو یې پنځه، بل یې اووه او بل یې لس کلن و.»

د دغو ماشومانو انا وایي،چې څو خپلوان یې د ماینونو د چاودنو قرباني شوي دي.

نه یوازې دا کورنۍ بلکې په هېواد کې سلګونه نورو کورنیو هم د ماین په چاودنو کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
 
د وژل شوی ماشوم انا جبارۍ څرګندوي:«هیله مو لرله چې لویان شي، ودونه وکړي خو دغې پېښې زما پنځه واړه لمسیان شهیدان کړل.»

د شمېرو پر بنسټ د ۱۳۹۹ کال له نیمايي تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې ۶۴۶ تنه د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ۸۰۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ریاست مسوولان وایي،چې اوس مهال له ماینونو د سیمو د پاکولو په چارو کې سوېلي او سوېل ختیځ ولایتونه په لومړیتوب کې دي او په هېواد کې ۶۰۶ کیلومټره مربع ځمکه پاکولو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه