Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بې وزلۍ زیاتوالی: هلمندي ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې

د بې وزلۍ او وزګارۍ له زیاتېدو سره سم، هلمند کې ګڼو ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې ده.

د دغو ماشومانو کورنۍ وایي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي، خپل ماشومان درنو کارونو ته واستوي.

ورته مهال د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، دا مهال دغه ولایت کې ۲۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
مسوولین ډاډ څرګندوي چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.

دا په عمر کم ماشومان چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري، لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت دي. دوی وایي، که کار ونه کړي د کورنۍ لګښتونه او د کورونو کرایې نه شي پوره کولی.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي بیسم الله وویل:«د کور د کرایې په خاطر کار کوم. د ورځې سل افغانۍ کار کوم.»

د کاریز سیمې اوسېدونکی ذبیح الله هم وايي:«پښې مې درد کوي، ملا مې درد کوي، دوه کاله کېږي چې دغه کار کوم.»

بل خوا د دغو ماشومانو والدین بیا وایي؛ اړ دي د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په پار خپلو تنکي ماشومان درنو کارونو ته واستوي.

د کاریز سیمې اوسېدونکي محمد عمر څرګنده کړه:«ژوند سخت دی، د مجبوریت له مخې دا کار کوم، د معلمۍ میاش مې نه پوره کوي، قیمتي ده.»

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالستار وویل:«هره کورنۍ د مجبوریت له مخې په خپلو کوچنیو ماشومانو کار کوي.»

ورته مهال  د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي؛ دا مهال دغه ولایت کې ۲۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او هڅې یې پیل کړې چې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ريیس حبیب الرحمن دین دوست څرګندوي:«د کارګرو ماشومانو په هکله سروې پیل وو او بې وزلو ماشومانو ته د کار زمینه هم برابر وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق افغانستان کې د ماشومانو وضعیت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه