Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ټول هېواد کې د تېرې یوې میاشتې سېلابونو کې ۱۶۵ تنه مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د تېرې یوې میاشتې په سېلابونو کې په هېواد کې ۱۶۵ تنه مړه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي چې دغه سېلابونه په شلو ولایتونو کې راغلي او نږدې ۳۰۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل:«دغه سېلابونه مالي زیانونه هم لري. په سلګونه کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. مرګ ژوبله هم لري.»

د سېلابونو راتلو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او کرنیز حاصلات له منځه وړي دي.

 د اسلامي امارت چارواکي له نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو غواړي چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

یو شمېر سېلاب ځپلو هم وایي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ارزګان اوسېدونکی ځدراڼ وايي:«زیات زیانونه یې اړولي دي. وچکالي وه، هغه لږ غم چې کرل شوي وو، هغه باران او سېلاب له ځان سره یوړل.»

د ارزګان اوسېدونکی حمیدالله څرګندوي:«د خلکو ځمکې سېلابونو خرابې کړې دي.»

بل خوا د ټولګټو وزارت وایي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې هم تړل شوې دي او دغه وزارت هڅه کوي چې دغه لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وویل:«د ټولګټو وزارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دغه وزارت ټوله ماشینري او پرسونل به شپه او ورځ د هېوادوالو په خدمت کې وي. همدا اوس د ټولګټو وزارت ماشینري او پرسونل په ولایتونو کې د تړو لویو لارو په پرانیستو بوخت دي، په ټولو ولایتونو کې دي.»

پر ورانوونکو سېلابونو سربېره، سږکال وچکالۍ هم کروندګرو او بڼوالو ته زیان رسولی دی او اټکل کېږي، چې سږکال کرنیز محصولات په تېره بیا غنم او نوره غله دانه کمه شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه