Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندوز په ښار او ولسوالیو کې د کور په کور تلاشۍ پيل

د کندوز ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د کور په کور تلاشي پيل کړې ده.

د کندوز امنیتي مسوولین د دې کار موخه د ښاریانو د امنیت ټینګښت یادوي او زیاتوي چې دا بهیر یې د خلکو په غوښتنه پیل کړی دی.

د کندوز امنیه قومندان قاري بختیار معاذ وویل:«لکه څرنګه چې په کندوز ښار کې د چاڼیزو عملیاتو پيل د دغه ولایت د اوسېدونکو غوښتنه وه، همدا ډول له دوی غواړو چې په دې هکله له موږ سره همکاري وکړي.»

ویل شوي چې دغه بهیر د ګذر وکیل، د سیمې د جومات امام او ښځينه پولیسو په حضور کې ترسره کېږي.

د کندوز امنیه قومندان همداراز وایي، دغو عملیاتو کې یې تر دې دمه دولتي وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلي معاذ زیاته کړه:«موږ ډېر شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړل او دا کار د دې لامل کېږي چې په کندوز ولایت کې امنیت ټینګ شي.»

بل خوا د کندوز یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د کور په کور تلاشۍ په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کندوز اوسېدونکی اجمل وايي:«وسلې او مهمات دې راټول کړای شي او په دغه هېواد کې قلم ته اړتیا ده، تعلیم ته اړتیا ده او زده کړو ته اړتیا ده.»

د کندوز بل اوسېدونکي عبدالله ساحل هم وویل:«وسله، ټوپک او ټوپک ولي دې زموږ له افغانستانه ورک شي او د دې پر ځای خلک لاس په کار شي له قلم ګټه واخلي او خپلو بچیان تعلیم او تربیې ته سوق کړي.»

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اسلامي امارت ځواکونو له لوري کور په کور تلاشۍ شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه