Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سواد زدکړې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه

د سپټمبر میاشتې اتمه چې د سواد له نړیوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال را رسېدلې چې تر یوه کال ډېره موده کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ محرومې دي.

هېوادوال د سواد زده کړه په اوسني وضعیت کې خورا مهمه بولي. یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي تر شپږم پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.

ښوونکې نفیسه غیاثي وايي: «ښوونځی ورته یوه هیله وه، خو نن په کور کې ناست دي او سخت غېزمن شوي او روان او روغتیا یې ورته اغېزه کړې ده. د اسلامي امارت له ټولو رهبرانو څخه د ښوونې د یوه دوست په توګه غوښتنه کوو چې د ښوونځيو دروازې پرانیزي.»

یوه بله ښوونکې غزاله وايي: «دا ډېره ځورونکې ده او کله چې د ټولنې یوه مور نالوستې وي، د ماشوم راتلونکې به څه ډول وي، له هغه به څه جوړ شي، باید د ټولنې مور لوستې واوسي.»

یونسکو د سپټمبر آتمه د سودا نړیواله ورځ نومولې ده او دا نړیواله ورځ په نړۍ کې د بېلابېلو مراسمو پر مهال نمانځل کېږي.

د یوه خصوصي پوهنتون رییس مسعود صدیقي وايي: «هغه وخت کې مو یو څه سختۍ تېرې کړې، خو درس مو ولوسته او راحتۍ یې نن وینو.»

زده‌کوونکې شهره وايي: «دا ډېره ځورونکې ده چې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌شي کولای.»

د شمېرو له مخې دا مهال تر څلور میلیونه زیات ماشومان له ښوونځيو محروم پاتې دي او افغانستان د ۶۲ سلنې بې سوادۍ په لرلو سره، یو له هغو هېوادونو دی چې ډېری وګړي یې له سواد زده کړې لرې پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه