Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته

نن د سپټمبر ۱۱ مه ده؛ هغه ورځ چې یویشت کاله مخکې د امریکا متحده ایالاتونو په سوداګریزو برجونو برید وشو.

له دغې پېښې وروسته، امریکا او ناټو په افغانستان برید وکړ او په افغانستان کې یې تر ټولو اوږده جګړه پيل کړه.

د څلورو برمته شویو الوتکو له ډلې، دوه الوتکې یې په نیویارک کې پر دوو لوړو ودانیو ووهلې. چې په دغې پېښه کې کابو درې زره تنه ووژل شول.

په هغه وخت کې امریکا د القاعدې شبکه د یادو بریدونو مسووله وبلله او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د القاعدې د له منځه وړلو تر شعار لاندې پر افغانستان برید وکړ.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیوبوش ویلي وو:«زما په حکم د امریکا نظامیانو د طالبانو په ریژیم کې د القاعدې پر ترهګریزو نظامي اډو خپل بریدونه پیل کړل.»

په ۲۰۰۱۱ زیږدیز کال کې افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د حضور اوج وو. د رپوټونو پر نبسټ، په دغه کال کې کابو ۱۴۰ زره امریکايي او د ناټو ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود.

د سیاسي چارو شنوونکی اسدالله ندیم وايي:«افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راننوتل یوه ستره تېروتنه وه.»

خو پر افغانستان د امریکا له یرغل یوه لسیزه وروسته د پخواني ولسمشر بارک اوباما د القاعدې شبکې رهبر اسامه بن لادن په پاکستان کې اسلام اباد ته څېرمه اېبټ اباد کې ووژل شو.

ښاغلي اوباما وویل:«امریکا په یوه عملیات کې چې، په پایله کې یې د القاعدې رهبر اسامه بن لادن چې د نارینه و، ښځو او ماشومانو په ګډون د زرګونه بې ګناه امریکاییانو د وژلو مسوول دی، ووژل شو.»

امریکا او ناټو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاره.

له دې سره سم، ډانلډ ټرمپ کله چې، د امریکا ولسمشر شو له طالبانو سره د خبرو لاره ونیوله او د دوحې هوکړه په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوه او ورسره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې زمینه برابره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر مایک پامپیو وویل:«د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د افغانانو تر منځ د ورته اقدام لپاره زمینه برابروي. طالبان د دغې هوکړې د بریا لپاره باید ځينې چارې ترسره کړي او له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې او د داعش تر له منځه وړلو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.»

تر ډانلډ ټرمپ وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وېستنې مسله وڅارله او د دوحې هوکړې په رڼا کې یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستنې پرېکړه وکړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګنده کړه:«موږ په افغانستان کې ټریلیونونه ډالره یعنې په هره اوونۍ کې یو مېلیارد ډالر د شلو کلونو لپاره لګولي دي. که تاسو فکر کوئ چې، کولی شئ افغانستان تر یوه متحد دولت لاندې راولئ؛ نو لاسونه مو پورته کړئ. دغه هېواد د مستحکمو لاملونو له مخې، د امپراتوریو هدیره ده.»

بالاخره د ۲۰۲۰ کال د اګست په یو دېرشمه وروستی امریکایی سرتېری له افغانستانه ووت او ورسره امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن حضور ته د پای ټکی کېښود.

انټونیو بلېنکن د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي:«د امریکا نظامي الوتنې پایته ورسېدې او زموږ سرتېري له افغانستان وتلي دي. اوس له افغانستان سره د امریکا د مشارکت بل پړاو پیل شوی دی. زموږ نظامي ماموریت پایته رسېدلی؛ خو ډيپلوماټيک ماموریت مو پیل شوی دی.»

د اسلامي امارت ویاند مجاهد هم څرګندوي:«هغوی د شپې دولس نیمې بجې خپله وروستۍ الوتنه له همدې ډګره (بګرام هوايي ډګره) پورته کړه او ولاړل نور موږ د ټول هوايي ډګر د کنترول مسوولیت لرو او دا ډول زموږ هېواد خپلې خپلواکۍ ته ورسېد.»

د افغانستان جګړې د واشنګټن لپاره ګڼ مالي او ځاني زیانونه درلودل. په دې جګړه کې د څه باندې ۲۴۰۰ امریکايي نظامیانو له وژل کېدو او د څه باندې ۲۰ زره او ۷۰۰ نظامیانو له ټپي کېدو سربېره دغې جګړې امریکا لپاره دوه ټریلیونه او ۲۶۰ مېلیارده ډالره لګښت درلود.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه