Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاپیسا کې د ځايي خبریال د ازادېدو په پار د هغه د کورنۍ غوښتنه

په کاپیسا ولایت کې د یو سیمه ییز خبریال عبدالحنان محمدي کورنۍ وايي، له درېیو میاشتو راهیسې یې زوی د اسلامي امارت په زندان کې دی او په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

دوی وايي، دغه خبریال پرته له دې چې کوم جرم ترسره کړي زنداني شوی دی.

د کاپيسا سيمه ييز چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو د اسلامي امارت د وياند مرستيال د ښاغلي محمدي د نيول کېدو لامل د خبریالۍ کار نه ګڼي.

د سیمه ییز خبریال عبدالمنان محمدي مور د خپل زوی په بېلتون کې اوښکې تویوي او وايي چې زوی یې دری میاشتې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د راپور چمتو کولو پر مهال ونیول شو او تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.

د عبدالحنان محمدي مور زیاتوي:«ما وویل چې ورشم او ګیله ورته وکړم؛ خو زما ګیله یې ونه منله او موږ یې وړاندې پرې نه ښودو. زه دا هیله لرم چې زما زوی بې ګناه دی هغه دې له خیره سره ازاد کړي.»

د محمدي کورنۍ وايي زوی یې له کوم جرم پرته نیول شوی او له اسلامي امارته غواړي چې هغه را خوشې کړي.

د عبدالحنان محمدي ورور عبدالله خان وویل:«زموږ ورور یو خبریال و او رپوټ یې چمتو کاوه، موږ له اسلامي امارته هیله کوو چې هغه ازاد کړي.»

د عبدالحنان محمدي کاکا شاه ولي هم وايي:«عریضه مو ولیکله او لاسلیک مو کړه او د خلاصون لپاره مو یوړه، عریضه یې واخیسته موږ یې پرې نه ښودو چې هغه ووینوو.»

له دې سره هم مهاله هېواد کې له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه څرګندوي. د دوی په خبره عبدالحنان محمدي او مرزا حسیني لا تر اوسه د اسلامي امارت په بند کې دي.

د افغانستان خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز څرګندوي:«د ښاغلي محمدي او ټولو خبریالانو چې په بند کې دي »

د کاپیسا سیمه ییز چارواکي په دې اړه له څه ویلي ډډه کوي، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بیا وایي چې د عبدالحنان محمدي د نیول کېدو مسله د هغه په خبریالۍ پورې تړاو نه لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، بلال کریمي وویل:«هغه د دې په توګه چې ګواکې یو خبریال او ژونالېست دی نه دی نیول شوی. ښايي امنیتي او استخباراتي ارګانونو هغه د نورو مسایلو په تړوا نیولی وي.»

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې له خبریالانو سره تر ۱۳۰ زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې یې شاوخوا سل د نیولو پېښې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه