Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت ته د شانګهای همکاریو سازمان غونډې کې بلنه نه ده ورکړل شوې

اسلامي امارت وايي چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته تراوسه له افغانستانه څوک دعوت شوي نه دي. 

ټاکل شوې، چې د شانګهای همکاريو سازمان د مشرانو غونډه «په داسې نړۍ کې چې ټول هېوادونه سره تړلي دي خبرې اترې او همکاري» له شعار سره د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ازبیکستان په کوربتوب، سمرقند کې جوړه شي.

اسلامي امارت وايي، چې تر اوسه سرپرست حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وویل:«اسلامي امارت د شانګهای همکاریو سازمان له غړو سره وار له مخه ښه روابط او ښې اړيکې لري، زموږ هیله دا ده چې دا غونډه مثبت نتايج ولري او له افغانانو سره د همکارۍ، اسلامي امارت د مسايلو د ډيپلوماتيکو خبرو له لارې پر حل باندې پرمختګونه رامنځته شي.»

د ازبیکستان ولسمشر او د شانګهای همکاریو سازمان موقت مشر، شوکت میرضایف د دې غونډې د ترسره کېدو په درشل کې، افغانستان د شانګهای سازمان نه جدا کېدونکې برخه ګڼلې ده.

د ازبیکستان ولسمشر او د شانګهای د همکارۍ سازمان موقت مشر شوکت میرضایف څرګندوي:«افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان یوه نه بېلېدونکې برخه ده. افغانان اوس تر بل هر وخت زیات د ګاونډیو او خیرخواه هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري. دا زموږ اخلاقي دنده ده چې له افغانستان سره په ګډه د مرستې لاس وغځوو او د څو کلن بحران د ختمولو لپاره اغېزمنې لارې چمتو کړو.»

ازبيک چارواکي وايي، چې د روسيې، چين او ايران په ګډون به د ۱۵ هېوادونو مشران په دې ناسته کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي مرستو د دوام پر څرنګوالي او امنيتي مسايلو خبرې اترې وشي.

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«حکومت بايد خپل ځان د منطقې او نړۍوالې ټولنې له غوښتنو سره برابر کړي. د دې لپاره چې وپېژندل شي او وکولای شي، په دا رقم مجلسونو کې ګډون ولري او خپل غږ خپله بيان کړي.»

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري وویل:«افغانستان ښايي د بحث محور وي او غړي هېوادونه خپل تشويشونه او وړاندیزونه ولري. په هغه ځای کې به امنيتي مسايل زيات د بحث ټکي وي.»

د سياسي چارو کارپوه عزيز معارج هم څرګندوي:«د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره د امنیت مسله ډېره مهمه ده، ځکه يوه له مهمو اهدافو يې سياسي او امنيتي مسايل دي. په ځانګړې ډول په سيمه کې او دا امنیت معمولاً د افغانستان له لوري دوی ته تهدید دی. دا چې افغانستان ته يې بلنه نه ده ورکړې، دوی به د امنیت په برخه کې کومه ځانګړې فيصله ونکړي او صرف به د ځان لپاره ځينې تدابير ونيسي.«

چين، روسيه، قزاقستان، تاجیکستان، ازبیکستان، پاکستان، هند او ايران د شانګهای همکاريو سازمان دايمي غړي او افغانستان، بلاروس او مغولستان يې څارونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه