Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ویانا کې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو د غونډې پای

د وین په ښار کې د ځينو افغان څېرو غونډې په یوه پرېکړه لیک کې د سیاسي خبرو اترو او د ټول‎ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دغه غونډه «د افغانستان د راتلونکي لپاره انسجام» تر نامه لاندې د پنجشنبې په ورځ پيل شوه چې ګډونوالو د درې ورځو لپاره د تړو دروازو ترشاه د هېواد د روان وضعیت په هکله سره خبرې وکړې.

په پرېکړه لیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې د افغانستان په مسایلو کې منځګړیتوب وکړي.
 
ورته مهال کابل وایي چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې ده او د دې غونډې ګډونوالې څېرې افغانانو ته بې اعتباره څېرې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«څو تنه چې په اتریش کې ناست دي هغوی هغه کسان دي چې زموږ خلک هغوی په ښه ډول پېژني او هغوی ملت ته خپله ازموینه ورکړې ده.»

بل خوا یو شمېر افغانان په ویانا ښار کې د دې غونډې د جوړېدو ځای ته نږدې د دې غونډې د ملاتړ او مخالفت په پار سره راټول او شعارونه یې ورکړل.

په دې لړ کې د سیاسي چارو کارپوهان په دې تړاو بېلابیل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی رحمت الله بیژن پور وايي:«یا طالبان باید نرمښت وښيي او د افغانستان په راتلوونکي نظام کې یوه ټول ګډونه جوړښت ته باور پيدا کړي چې مناسبه حل لار ده او د نړۍوالې ټولنې غوښتنه هم ده او د مقاومت جبهه هم په افغانستان کې د طالبانو د موجودیت لحاظ وکړي او د راتلوونکي دولت د ځواک د جوړښت مهمه برخه به په ګډه وي.»

تر دې وړاندې ځينې سیاسي څېرو په ترکیه کې په یوې غونډه کې د افغانستان د ژغورنې عالي شورا په چوکاټ کې د احمد مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه