د کابل اوسېدونکي وايي، د کابل په بازارونو کې د سبزیجاتو بیې دوه یا درې برابره لوړې شوې دي.
دوی له لاسلامي امارته غواړي چې د بیو د لوړوالي مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکی مجتبی وايي: «دولت باید دا کنټرول او وروستۍ بیه ورته وټاکي او له دې باید پورته و نه پلورل شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی شاه حسین وايي: «د ترکاریو بيې نهدي ټیټې شوي او لوړې شوې دي، موږ ته دا ډېره ګرانه تمامېږي.»
د سبزیجاتو پلورونکي د سبزيجاتو د بیو لوړوالی په هېواد کې د وروستیو سېلابونو راوتل او د کرنیزو ځمکو له منځه وړل بولي.
یو پلورونکی احمد شاه وايي: «ځکه چې په یو شمېر سیمو کې وچکالي ده، یو شمېر ځایونو کې سېلابونه راغلي دي، ځکه خو کښت سږ کال کم دی او بیې هم د همدې لپاره لوړې شوې دي.»
یو بل پلرونکی وايي: «د جمهوریت نظام پرتله اوس بيې ډېرې لوړې شوي، د خلکو کارونه خراب دي بېروزګاري ډېره ده او دومره ډېر نه پلورل کېږي.»
له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د کیمیايي کوډ د بیې لوړالي له کبله په بازارونو کې د سبزیجاتو بیې هم لوړې شوې دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وویل: «یو بوجۍ کوډ چې پخوا به خلکو په ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانۍ وو، اوس هغه په ۶۵۰۰ یا ۷۰۰۰ افغانۍ دی او د بزګرو خرڅلاوو چې کم وي، طبعاً تولید ورته په لوړه بیه تمامېږي.»
په وروستیو کې د افغانستان د سبزيجاتو صادرات پاکستان ته ډېر شوي او په اسلامقلعه کې د هېواد پر سبزیجاتو تعرفه هم صفر ته راښکته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه