Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشر نورزی له یوه امریکايي وګړي سره په تبادله کې راخوشې او کابل ته راورسېد

د امریکا په یوه زندان کې په عمري بند سزا محکوم بشر نورزی له اوولس نیم کاله زندان تېرېدو ورسته د «مارک فري‌ریچز» په نوم له یوه امریکايي وګړي سره په تبادله کې راخوشې شو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ښاغلی نورزی نن (دوشنبه) په کابل کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شو او هغه دا تبادله د امریکا او افغانستان تر منځ د "اړیکو یو نوی باب" وباله.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې په کابل کې یې د ښاغلي نورزي د راخوشې کېدو په مناسبت جوړې شوې خبري غونډې ته خبرې کولې، خبریالانو ته وویل: «نن سهار لس بجې د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي تبعه، امریکايي هیات ته وسپارل شو او جناب حاجي صاحب بشر د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شو او خپل هېواد ته راستون شو.»

ښاغلی متقي زیاتوي، د زور، جګړې او جبر لار هېڅ پایله نه ورکوي. هغه د ټولو مسایو د حل لپاره پر مذاکرتو ټینګار وکړ، ځکه په وینا یې مذاکرات دواړه هېوادونه سره نږدې کولای شي او دا خبره د دوحې تړون ثابته کړې ده.

ښاغلی متقي وايي: «ډېر پېچلي او ډېر درانه موضوعات د خبرو له لارې حل کېدای شي. په افغانستان امریکا او ملګرو یې شل کاله جګړه وکړه، خو پرمختګ و نه‌شو، خو د دوحې په مذاکراتو چې محترم الحاج ملا برادر اخند د دې پروسې سرپرستي کوله او کلک کاري ټیم ورسره و، پرمختګ وشو.»

په همدې غونډه کې د امریکا له زندانه تازه راخلاص شوي زنداني بشر نورزي د خپلو خبرو پر مهال په نړیوالو غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره خبرو ته کېني او ټولې ستونزې له همدې لارې حل کړي.

هغه د دې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته زیاته کړه: « زما په فکر زما تباله به ان‌شاء الله د افغانستان او امریکايانو تر منځ د سولې یوه وسیله وګرځي. یو امریکايي هم ازاد شو او زه هم د اسلامي امارت په وسیلې سره ازاد شوم.»

ښاغلی نورزی د طالبانو تحریک د بنسټ‌ګر ملا محمد عمر مجاهد له نږدې کسانو څخه بلل کېږي. هغه په ۲۰۰۵ کال کې امریکا ته د سفر پر مهال مهال ونیول شو.

هغه مهال په هغه تور پورې شو چې دې هېواد ته یې د ۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت نشه‌يي توکي قاچاق کول او له همدې امله په ۲۰۰۹ کال کې په نیویارک کې یوې محکمې په عمري بند سزا محکوم کړ.‌

ښاغلي نورزي په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په نړیوالو غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره خبرو ته کېني او ټولې ستونزې له همدې لارې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه