Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: امریکا له کوم جواز او منطقي دلیل پرته پر افغانستان برید وکړ

یوویشت کاله وړاندې پر همدې ورځ (د تلې ۱۵) امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ او وروسته یې په هېواد کې څو پوځي اډې جوړې کړې او دوه لسیزې یې په افغانستان کې پوځي حضور درلود.

اسلامي امارت د دې ورځې په مناسبت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د امریکا حکومت له کوم جواز او دلیل پرته پر افغانستان برید وکړ.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا اعلانوي چې افغانستان د هېچا لپاره تهدید نه دی او نه هم زموږ له خاورې څخه د چا پر وړاندې د سو‌‌‌ء استفادې اجازه ورکول کیږي. خو په مقابل کې له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې د افغانستان پر وړاندې خصمانه دریځ ونه نیسي او زموږ د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې  خنډونه ایجاد نه کړي.»

په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور د نیوکو ترڅنګ، د سپټمبر یوولسمه او د بن غونډه په افغانستان کې د یو لړ لویو بدلونونو پیلامه هم ګڼل کیږي، دغه بدلونونه د افغانستان، په پوځي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې رامنځته شول.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمت‌الله بېژن وايي: «په تېرو شلو کلونو کې د اقتصاد، ښوونې او روزنې، د عامه خدمتونو د وړاندې کولو او د نظام جوړونې په برخو کې د امریکا حضور مثبت و، خو له بلې خوا یې د امنیت او تل‌پاتې ثبات په برخه کې ډېر مثبت رول نه لوبوي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي وايي: «که پنځلس کاله وړاندې له طالبانو سره سوله شوې وای، ښايي په افغانستان کې د امریکا له حضوره ښه ګټه پورته کړې وای.»

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پر مهال د بهرنیو ځواکونو، افغان ځواکونو، د اسلامي امارت د ځواکونو او ملکیانو په ګډون تر ۱۵۰زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله جامع وايي: «دوه لسیزې وړاندې امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف په همدې ورځ پر افغانستان برید وکړ چې د دې برید پایله د نظام د نسکورېدو او د خلکو د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ رامنځ‌ته کېدل وو.»

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، په هېواد کې د امریکا او ناټو دوه لسیزې حضور د تېر کال د زمري میاشتې د دېرشمې پرشپه له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره پای ته ورسېد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه