Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د اسلامي امارت او امريکايي پلاویو لیده کاته

یوې سرچینې طلوع نیوز ته تایید کړې، چې د اسلامي امارت د استخباراتو رییس او ورسره مله پلاوي د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په دوحه کې لیدلي دي.

سي ان ان شبکې هم د دغې لیدنې په هکله راپور ورکړی او لیکلي یې دي چې په دغې لیدنه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې اترې شوې دي.

د دغو دوو امریکایي چارواکو سي ان ان ته ویلي دي چې د امریکا د استخباراتو سازمان مرستیال ډېويډ کوهن او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د اسلامي امارت د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق او ورسره مل پلاوي سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«امریکا غواړي چې له کابل سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په مسله کې همغږي او همکاري ولري دا ډېره ښه ده، د دې پر ځای چې له یوه ګاونډي هېواد سره اړیکه ولري. په دویم ګام کې بریالي شي د دې چانس هم شته چې له افغانستانه بندیزونه لرې کړل شي او دا د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه دي.»

د جولای پر ۳۱ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له برید وروسته چې ادعا کېږي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کې وژل شوی، دا لومړی ځل دی، چې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت چارواکي له یو بل سره ګوري. 
                       
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری څرګندوي‎:«ترهګرې ډلې شتون نه لري که چېرې شتون هم ولري باید د ګاونډیو هېوادونو په همغږۍ د دغې ښکارندې په وړاندې مبارزه وشي او دا شک باید لرې کړل شي.»

بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وایي، چې امریکا له اسلامي امارت سره تعامل غواړي:«امریکا تر یوه بریده حاضره ده چې له افغانستان سره تعامل وکړي.»

تر اوسه اسلامي امارت په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پرضد  کار وانه خېستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه