په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان د مسالې لپاره د یوې نړیوالې ډلې د جوړېدو له وړاندیزه هرکلی کوي.
سهیل شاهین وايي، پر افغانستان د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د هېوادونو هڅې مهمې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان ولسمشر د سيکا په شپږمه غونډه کې وړانديز وکړ چې د افغانستان د مسايلو په اړه دې يوه نړيواله ډله جوړه شي.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «که دغه خنډونه له منځه لاړ شي او افغانستان د سیمه ییز تجارت او د پرمختګ په مرکز بدل شي د هر چا هڅې ستایو په تېره بیا د ازبیکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان پورتنۍ ستونزې حل شي د ستاینې وړ دي.»
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو ښوالي او د بندیزونو لرې کېدو لپاره د نړیوالې ډلې رامنځته کېدل ګټور بولي.
د سیاسي چارو شنونکی شیر حسن حسن وايي: «دا وړاندیز پر ځای وړاندیز دی ځکه همدغسې یو څه د افغانستان روابط او اړیکې له نړیوالو سره تامینوي.»
د قزاقستان په استانه ښار کې د سیکا دوه ورځنۍ ناسته کې د روسيې، ایران، پاکستان او ازبیکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
په دې اړه مو اندونه