د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښار په یو ځینو سیمو کې د پیسو ورکړې ماشینونو «اېټياېم» پر نه فعالېدو نیوکه کوي.
دوی وايي، د دې ماشینونو د نهشتون له کبله له بانکونو د پیسو د راوېستنې لپاره اړ دي چې په ساعتونو د بانکونو په مخ کې په تمه شي.
د کابل اوسېدونکی ذبیحالله وايي: «د اېټياېم ماشینونو غیرفعالېدل خلکو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړي، خلک د بانک دروازو مخ کې یوه ورځ، یوه اوونۍ او تر دې ډېر په تمه پاتې کېږي، څو وکولای شي، ستونزې یې حل شي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وحیدالله وايي: «که د اېټياېم ماشینونه فعال شي، د خلکو ستونزو ورسره حلېږي. د یو شمېر کسانو پیسې په بانک کې بندې پاتې دي او نهشي کولای چې په یو ځل یې وباسي.»
یو شمېر هېوادوال «د افغانستان بانک» څخه غواړي چې د اېټياېم ماشینونه بېرته فعال کړي.
د کابل اوسېدونکی ثناء الحق وايي: «موږ غواړو چې سېسټم بېرته پرانیستل شي، ځکه ټکناژي خلکو اسانتیا رامنځته کوي، زموږ غوښتنه همدا ده چې د اېټياېم ماشینونه بېرته فعال شي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عليزاده وايي: «د اېټياېم ماشینونه دې پرانیستل شي، څو خلک هر څه ژر خپلو پیسو ته لاسرسي پیدا کړي.»
له بلې خوا، د افغانستان بانک مسوولان وايي، په ټول هېواد کې د اېټياېم ۹۶ ماشینونه فعال دي او په وینا یې هڅې روانې دي، څو دغه شمېر لاپسې لوړ شي.
د افغانستان بانک د نشراتو مسوول حسیب نوري وايي: «اوسمهال په ټول هېواد کې ۹۶ صرافۍ ماشینونه فعال دي او د افغانستان له ټولو بانکونو غواړو چې په تدریجي ډول خپل ماشینونه فعال کړي.»
په هېواد کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د هېواد پر بانکونو محدودیتونه ولګېدل او له خلکو سربېره سوداګر هم نهشي کولی په اسانۍ سره د خپل کاروبار د پرمختګ لپاره له بانکونو خپلې پیسې وباسي.
په دې اړه مو اندونه