Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: تمه لرو هېوادونه د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په پلمه، د سرپرست حکومت پر ځينو برحالو او پخوانیو چارواکو بندیز لګولی دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، اسلامي امارت د نظام د مخته بیولو لپاره، په سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او ښوونیزو برخو کې اصول لري او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې، ځان مسوول ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت په خپله او د خلکو په اراده پرېکړه کوي او د هېواد د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په مطابق په خپله اقدام کوي نو څرنګه چې موږ نه غواړو د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ولرو، همدارنګه نور هېوادونه دې هم افغانان پرېږدي چې خپل هېواد ولري او نظام او ټول مسایل په خپله واک کې ولري.»

د دغې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي چې، آمریکا د همدردۍ لپاره نه بلکې د نورو موخو لپاره دغسې محدودیتونه لګوي.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې، د نجونو د پاتې ښوونځيو د خلاصون په څېر د نړۍوالې ټولنې ځینې غوښتنې ومنل شي.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد حسن حقیار په دې هکله وايي:«موږ اړ یوو چې له خپلو ګاونډيو سره مدارا او تعامل وکړو، نن نړۍواله ټولنه دې ته بې تفاوته نه شي پاتې کېدای چې په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې تړلې دي، حکومت په انحصار کې دی، د نړۍوالې ټولنې په وینا مطبوعات سانسور دي باید موږ څه چې غواړو یو اندازه شی هم باید ورکړو.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی سیدجواد سجادي وویل:«د هغو مسایلو په هکله چې د نړۍ په سولې او ټيګاور پورې اړوند دي د هېوادونو، بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو دریځ نیول او همدارنګه د بشري حقونو په هکله څرګندونې په هېڅ ډول د یوه هېواد په چارو کې لاسوهنه نه ګڼل کېږي.»

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې ورکړه محدوده کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه محدودیت موخه د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت پالیسۍ په ګوته کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه