Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند له انقرې غواړي له کابل سره ژورې ډپيلوماټيکې اړیکې ټینګې کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ترکیې غواړي چې له اسلامي امارت سره ژورې ډپيلوماټيکې اړیکې ټينګې کړي او د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلي مجاهد په ترکیه کې له «رهبر» خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې، د دغه هېواد له خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو د غوښتونکې ترڅنګ وايي چې ترکیه دې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او ډېرې سوداګریزې اړیکې ټينګې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:«د ډپيلوماسۍ په برخه کې هم غواړو له ترکیې او همدارنګه له نورو هېوادونو سره ډپيلوماټيکې اړیکې ټينګې کړو، که چېرې خدای غوښتي وي له دې لارې به د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي او ورسره به ډېره همکاري وشي، هم په ډپيلوماټيکه او هم اقتصادي برخه کې.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د په رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ کارونه ترسره کړي.

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې اند دي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره باید ځينې ګامونه پورته کړي.
 
د سیاسي چارو کارپوه شېرحسن حسن وايي:«د ځينو بندیزونو د لرې کولو، د ښځو د کار او سفر موضوع مطرح ده، د خلکو د ځينو سیاسي او مدني حقونو اعاده مطرح دي او په ټول کې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل مطرح دي.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان انډر هم څرګنده کړه:«ترکیه یو اسلامي هېواد دی او موقعیت یې په هم په اسیا او هم په اروپا کې دی چې کولای شي زموږ د هېواد په اقتصادي او سیاسي ستونزو کې د اسلامي امارت او نړۍوالې تولنې ترمنځ د لابیګرۍ لپاره مهم رول ولوبوي.»

د اسلامي امارت ویاند له نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا غواړي چې له افغانستان سره په منصفانه توګه چلن وکړي او پر هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

له بلخوا، نوموړی د خپلې مرکې په یوه برخه کې د ښځو د کار پر دوام او نجونو پر زده کړو ټینګار کوي او وايي چې اسلامي امارت د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د مناسب ځای د چمتو کولو لپاره هڅې کوي ترڅو ښځې او زده کوونکې نجونې په فېزیکي او رواني خوندیتوب سره کار او زده کړو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت خپله ټوله هڅه کوي چې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د زده کړو او کار ډېره خوندي او محفوظه زمینه برابره کړي.»

د اسلامي امارت ویاند په انقره کې د دیني عالمانو په ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی و او په دغه ناسته کې یې د نجونو ښوونځیو پرانیستل حتمي بللي دي. 
 
ښاغلي مجاهد په ترکیه کې له «رهبر» خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې، د دغه هېواد له خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو د غوښتونکې ترڅنګ وايي چې ترکیه دې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه