Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت له ځینو چارواکو سره د اسلامي امارت د مشر لیده کاته

د اسلامي امارت مشر د قول اردوګانو او د ملي دفاع وزارت د سټراټېژیکو استخباراتو معینیت مسوولینو ته لارښونه کوي چې له بندیانو سره د شرعي احکامو مطابق چلن وکړي او له نا روا ربړونې دې ډډه وکړي.

مولوي هبت الله اخندزاده له دغو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونه باید د تحقیق او تعقیب پر مهال بې ګناه کسان ونه نیسي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«د اسلامي اصول له مخې هغوی باید د ظالمانه قوانینو په رڼا کې ونه ځورول شي او له هغوی سره د اسلامي احکامو او اسلامي شریعت په رڼا کې چلن وشي.»

د اسلامي امارت ویاند مرستیال زیاتوي، مولوي هبت الله آخندزاده د قول اردوګانو مسوولینو سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو د نامطلوبو کسانو پر ویستلو هم خبرې کړې دي.

ښاغلي کریمي وویل:«مسوولینو ته په دې برخه کې سپارښتنې شوې، چې صفونه باید مخلصو، متحدو او ژمنو کسانو څخه تشکیل وي، ترڅو هېواد، دین او ولس ته ښه خدمتونه عرضه کړي او د هېواد پرمختګ او سوکالۍ ته لاره هواره شي.»

بلخوا د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي په دې اړه داسې وايي:«دا مسله د اسلامي شریعت سره برابره ده او په عین حال دا له نړۍوالو قوانینو سره هم درست رفتار دی، چې اسلامي او نړۍوال قوانین په دې برخه کې سره نږدې دي.»

د خبرپاڼې له مخې د اسلامي امارت مشر د نظام حاکمیت او د فساد په له منځه وړلو کې د استخباراتو رول مهم بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه