Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونونو د زده کړیالانو ۵۰ سلنه کمښت

په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو او ځينې مسوولان او استادان وايي شونې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله ځينې پوهنتونونه وتړل شي.

دوی په شدت سره د ځينو خصوصي پوهنتونونو د زده کړیالانو له کمېدو اندېښمن دي.

د قلم پوهنتون رییس ګل رحمان قاضي وویل:«زده کړو ته د ځوانانو نه لېوالتیا ده، د خپل راتلوونکي په هکله بې باوره شوي او د دغو ستونزو ترڅنګ اقتصادي ستونزې دي چې د پوهنتون فیس نه شي ورکولای.»
            
د پوهنتون استاد حبیب الله هم وايي:«اقتصادي، سیاسي کړکېچونه، په سیمه او چاپېریال کې اختلافونه او شخړې، دا ټول هغه لاملونه دي چې زده کړیالان زده کړې ونه کړي او ګوښه شي.»
     
د پوهنتون یوه بله استاده ساره هم څرګندوي:«د دې لومړی لامل اقتصادي کړکېچ ته دی چې زموږ ټولنه ورسره مخ ده او نن هېڅ داسې دنده چې د حال مناسب یې وي او ارمان یې وي، درلودونکي نه دي.»

بل خوا یو شمېر محصلان وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د تحصیلي دورو فیس نه شي ورکولی.
    
محصله منیژه زیاتوي:«اقتصادونه راټیټ شوي کاروبار نشته او پر دې بنسټ ستونزې ډېرې دي خلک فیس نه شي پوره کولای او پر دې اساس خلکو له زده کړو لږ واټن اخیستی دی.»

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د رسنیو د دفتر مسوول وایي، چې د اقتصادي ستونزو او سیاسي بدلون له امله، د دغو بنسټونو پنځوس سلنه محصلان کم شوي دي.

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري څرګنده کړه:«له وروستیو بدلونونو وروسته د زده کړیالانو په شمېر کې پ۵۰ سلنه کمښت راغلی او علت یې اقتصادي ستونزې او ننګونې دي.»

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي وايي:«واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده او کولای شي چې له بشپړ ډاډ سره خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري، چې اوس مهال د ډېری دغو پوهنتونونو محصلان کم شوي دي.
 
یو شمېر محصلان وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د تحصیلي دورو فیس نه شي ورکولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه