Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: سویلي کوریا او ډنمارک له ښوونکو سره ۱۰ مېلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف وايي، د ښوونکو ملاتړ به په افغانستان کې د زده کوونکو له ودې او زدهکړې سره مرسته وکړي.

دې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سویلي کوریا او ډنمارک د ښوونکو د ملاتړ لپاره لس مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف زیاته کړې: «په افغانستان کې د زیانمنو نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره ډنمارک پنځه میلیونه ډالره او سویلي کوریا هم پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.له ښوونکو څخه دا ملاتړ به د زده کوونکو له ودې او پرمختګ سره مرسته وکړي.»

بل خوا یو شمېر ښوونکي د خپلو تنخواګانو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ښوونکی احمدزی احمدي وايي: «که چیرته داسې پیسې وټاکل شي چې هغه کې د معلم سرپناه او د کور لګښتونه پوره شي او همداسې ژوند يې عادي روان شي؛ نو موږ له هغه نه هرکلی کوو.»

یو بل ښوونکی عبدالنصیر وايي: «تنخواګانې باید هغه اندازې ته ورسوي، چې حد اقل ښوونکي وتوانیږي چې خپل ورځنی لګښت او د کور خوراکي توکي پرې واخیستلی شي، څو ښوونکي ارامه روحیه پیدا کړي، چې زده کوونکو ته ښه تدریس وکړي.»

همداراز یو شمېر ښوونکي دا هم وايي، چې ځینو ښوونکو د تنخواګانو د کمښت له امله خپل مسلکونه بدل کړي او یا هم خصوصي ښوونځیو ته تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه