د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سر مفتش یا سیګار راپور ورکړی چې واشنګټن لا هم د افغانستان لوی تمویلونکی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې تر اوسه واشنګټن له افغانستان سره له یو مېلیارډ او سل مېلیونو ډالرو ډېره مرسته کړې، خو د لګښت د څرنګوالي په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.
د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «سیګر د لومړي ځل لپاره نشي کولی د امریکايي بنسټونو د نه همکارۍ له امله پهدې ۳ میاشتني راپور کې د امریکا کانګرس او خلکو ته په افغانستان کې د امریکا د حکومت د لګښتونو په تړاو بشپړ مالومات ورکړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «په تېرو څوارلسو میاشتو کې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې تر ټولو ډېره مرسته کړې ده. د دې مرستې یوه برخه د ولږې ختمولو او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره وه.»
خو اوس پوښتنه دا ده چې، دغو مرستو د افغانانو پر ژوند څه تأثیر درلود؟
د مالیې وزارت مسوولین بیا وايي، دغه بشري مرستې باید له حکومت سره په همغږۍ ولګول شي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «دوی چې په بشري برخه کې یو مېلیارډ ډالره مرسته کړې، که پایله یې وګورو هېڅ بنسټیزو کار پرې نهدی شوی. په هېڅ ځای کې خلکو ته دندې نهدي پیدا شوي، د خلکو اقتصادي ستونزې د اوږد مهال لپاره نهدي حل شوي.»
د سیګر راپور په یوې برخه کې راغلي؛ آمریکا په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړی او په وینا یې ټاکل شوې د افغانستان له شتمنیو ۲ میلیارده ډالره چې، په اروپايي بانکونو کې کنګل شوي، دغه صندوق ته ولېږدول شي.
د اقتصادي مسایلو کارپوره دریا خان بهیر وايي: «دا پیسې هغه وخت اغېزناکې کېدای شي چې د مرکزي بانک د قانون له مخې وکارول شي چې له دې ډلې د تادیاتو کسر ورکول او د پیسو ارزښت ثابت ساتل او د ولت نړیوالو پورونو کې ترې ګټه واخیستل شي.»
د سیګر د مالوماتو له مخې، آمریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخو کې ۱۴۶ میلیارده ډالره لګولي دي.
په دې اړه مو اندونه