Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړولو په اړه د دوحې د رول پر اهمیت د ا.ا ټینګار

د ریاست‌الورزا مرستیال د قطر له سفیر سره په کتنه کې وايي، سرپرست حکومت غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي په خاطر د دوحې په منځګړیتوب له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړي.

ارګ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د قطر له سفیر سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي.

په‌دې لېدنه کې د قطر سفیر ژمنه کړې چې د خیریه بنسټ له لارې به د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او یتیمانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ارګ پر ټویټر پاڼه زیاته شوې: «د افغانستان اسلامي امارت له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ په نورو بیلابیلو برخو کې د حسنه مناسباتو د لاپراختیا غوښتونکی دی. موږ غواړو چې، د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړو؛ څو ورسره له افغانستان سره په بشري مرستو کې ډېروالی راشي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د ښه والي او افغانستان ته د بشري مرستو د راجلبولو په برخو کې قطر یو ښه منځګړی هېواد بولي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «قطر د بشردوستانه مرستو د راجلبولو او د اسلامي امارت او د نړۍ د هیوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګولو په برخه کې غوره لابي‌ کوي او له همدې امله د نړۍ هېوادونه کولای شي اسلامي امارت په رسمیت وپيژني.»

د سیاسي چارو کارپوه ولي فروزان وايي: « قطر په ټولیزه توګه د اړیکو په ساتلو او ښه کولو او د بشري مرستو په جلبولو کې خورا مهم رول لوبولی شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله جامع وايي: «د سولې په برخه کې د قطر رول مهم دی او د افغانستان په اړه د قطر هېواد نظر او اراده ښه ده.»

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې په فعالیت پیل وکړ او لا هم فعال دی.

دغه دفتر اوس هم د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ ارتباطي پل ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه