په ملګرو ملتونو کې د هند استازی د دې سازمان په غیر رسمي غونډه کې ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نهشي.
دغه هندي ډېپلوماټ له افغانستانه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هندی ډېپلوماټ مادو سودان وايي: زیاتوي: «لکه څنګه مو چې وویل، د نړۍوالو ګډه کړنلاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۹۳ پرېکړه لیک کې په ډاګه شوې او په هغه کې راغلي چې، د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو بریدونو د فلتر کولو، طرحې جوړولو، روزنې او مالي سرچینو د برابرو لپاره ونه کارول شي.»
خو د تل په څېر د اسلامي امارت مسوولین ډاډ ورکوي چې هېڅکله به هم هېڅ کس او یا هم ډلې ته د دې اجازه ورنهکړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت د خپل موقف له مخې څخه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته تهدید او ګواښ متوجه شي او نه دلته داسې څوک شتون لري چې هغوی دې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته تهدید او ګواښ متوجه کړي.»
په دې غونډه کې د ایرلنډ استازي وویل، نړۍواله ټولنه او بشري بنسټونه دمګړۍ له افغانانو د ملاتړ په حال کې دي؛ خو په وینا یې دغه ملاتړ کافي نه دی.
له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د امنیت ټينګښت د ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډيانو په ګټه ګڼي.
د سیاسي چارو کارپوه رمضان بشردوست وايي: «زما په نظر دا اندېښنې یې د خپلو ګټو لپاره دي چې د سپېڅلو نومونو لپاره یې څاري، هیله من یم د افغانستان حکومت د هند، امریکا، چین، فرانسې، جرمني او پاکستان په خاطر نه، بلکې د خپلو خلکو د ګټې په خاطر داسې کارونه وکړي چې د هغوی خولې بندې شي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد بشار زیاتوي: «د افغانستان امنیت د دوی په ګټه دی، لکه څرګنده چې د دې نظام بدیل نهشته او د افغانستان امن د دوی لپاره مهم دی. که له افغانستان څخه ناامني خپرېږي، هغوی هم ترې اغېزمن کېږي؛ نو باید خپل مسوولیت ادا کړي او له اسلامي امارت سره رسمي اقتصادي او سیاسي تعامل وکړي.»
تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ټینګ شوی او افغانستان به د هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته ګواښ نه وي.
په دې اړه مو اندونه