د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن (شنبې د لیندۍ په ۱۲مه) عربي محتده اماراتو ته سفر وکړ.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته وايي ټاکل شوې چې ښاغلی کرزی به په دوبۍ کې له درې ورځو مېشت کېدو وروسته المان ته ولاړ شي.
واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی له هېواده بهر ته سفر کوي.
له دې سره هم مهاله د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب هم له یوه پلاوي سره نن عربي متحده اماراتو ته ولاړ.
دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د ښاغلي مجاهد د سفر موخه د هغه هېواد له مشرانو او مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د ا.ا د اړیکو ټینګښت دی.
په دې اړه مو اندونه