Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په هکله د زرداري او حسین ابراهیم طه خبرې اترې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو د رعایت او د ښځو زده کړو حق پورې مشروط بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د اسلامي همکاریو سازمان د رییس کوربه و، له نړۍوالې ټولنې او سرپرست حکومته غواړي چې له یو بل سره تعامل وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرارولو لاس واخلي.

ښاغلي زرداري وویل:«موږ باید پر خپلو ژمنو عمل وکړو، دا ژمنې زما او ستاسو له لورې نه دي شوې، دا ژمنې لنډمهالي حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ښځو د حقونو او د ښځو د زده کړو په تړاو له خپلو خلکو او نړۍوالې ټولنې سره کړې دي.»

ښاغلی زرداری له نړۍوالې ټولنې او سرپرست حکومته غواړي، چې له یو بل سره تعامل وکړي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«موږ تل پر نړۍوالې ټولنې ټینګار کړی دی، چې ونډه واخلي او تېرې تېروتنې تکرار نه کړي. نړۍواله ټولنې په دغه راز وضعیت کې له افغانستانه لاس اخیستی او افغانان یې په خپل حال پرېښي دي. موږ به مجبور شوو، چې تاوان یې په یوه بل افغانستان سره ورکړو. موږ نه غواړو چې دا وضعیت وګورو او هغه ورځې تکرار کړو.»

بل خوا، د اسلامي همکاریو سازمان رییس زده کړو ته د نجونو نه لاسرسی د نړۍوالې ټولنه یوه اندېښنه بولي او وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره به له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
                          
د اسلامي هماریو د سازمان رییس ابراهیم طه څرګنده کړه:«زموږ اندېښنه د نړۍوالې ټولنې اندېښنه هم ده، همدا لامل دی، چې موږ به له ټولو غړو او په ځانګړې توګه افغانستان سره د نجونو زده کړو ته د حل لارې موندلو په برخه کې کار وکړو. له همدې امله د افغانستان لپاره زما ځانګړی استازی د بیا بحث لپاره افغانستان ته ولاړ او موږ بحث ته دوام ورکوو.»

خو اسلامي امارت وایي، چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره له اسلامي اصولو او شریعته نه تېرېږي.
                   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«دا یو طرفه سړک نه دی هغوی هم باید نرمښت ولري، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه څه چې دلته اسلامي اصول دي او اسلامي قوانین دي پر هغه نیوکه ونه کړي بلکې باید ورته درناوی وکړي او د هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.»

د سیاسي چارو شنوونکي، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تعامل د دواړو لپاره مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي محسن حسیني وايي:«که چېرې د نړۍ ځواکونه له اسلامي امارت سره ښه او مثبت تعامل ولري زه فکر کوم هغه موضوعګانې چې مطرحه شوې دي او جنجالي دي، دا موضوعګانې هم حل کېږي.»

د اسلامي امارت له بیاراتګه د څه باندې پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه هېڅ هېواد په ځانګړې ډول ګاونډیو هېوادونو د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه