Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کې د برېښنا پرچاوۍ د کارخونو تولیدي بهیر کم کړی

د صنایعو او کانونو خونه وایي، چې د برېښنا د زیاتې پرچاوۍ له امله د کارخونو ۶۰ سلنه تولید کم شوی دی.

د دغې خونې د چارواکو د شمېرو له مخې، په کابل ښار کې ۶۰۰ کارخونې فعالیت کوي او که د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل نه شي ډېرې کارخونې به له فعالیته ولوېږي.
 
د کانونو او صنایعو خونې اجرايي رییس رحیم الله سمندر وايي:«سږکال له بده مرغه موږ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د برېښنا ستونزه لرو، د برېښنا کموالی لرو. زموږ کارخونې په ټپه درېدلې دي. موږ اړ شوو حتا په کابل او ولایتونو کې چې مخکې یې بشپړه برېښنا لرله، موږ کارخونې پر دوه ټایمه کاري شفټونو ووېشو.»

د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«په دغو پنځو صنعتي پارکونو کې او له صنعتي پارکونو بهر په ځينو سیمو کې چې موږ مصاحبه کړې، کابو ۱۷۰۰ کارخونې دي چې له دې ډلې په اوسني وضعیت کې ۵۰۰ تر ۶۰۰ کارخونې فعالې وي چې عمده علت یې د برېښنا نشتوالی دی.»

یوې کارخونې درې میاشتې وړاندې د اووه مېلیونه افغانیو په لګښت فعالیت پېل کړ، خو اوس یې د برېښنا د کموالي له امله خپل تولیدات کم کړي دي.

د دغې کارخونې مسوولان وایي، چې په یوه اوونۍ کې درې ورځې د اتو ساعتونو لپاره برېښنا لري، خو دغه برېښنا د دې کارخونې د تولیداتو لپاره کافي نه ده.

د یوې کارخونې مدیر عبدالبصیر فیصل څرګندوي:«د برېښنا له نظره ستونزې زښته زیاتې وي. برېښنا په یوې اوونۍ کې کابو درې ورځې وي.»

د یوې کارخونې مرستیال عبدالشاه وايي:«موږ که چېرې ۲۴ ساعته کار وکړو، برېښنا وي موږ ۲۱ زره کارټنه شیدې تولید وو. اوس ۲۱ زره کارټنه نه درې زره کارټنه هم نه شو تولیدولی.»

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم د برېښنا د پرچاویو له زیاتېدو شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی احمد سیر وايي:«موږ په ۲۴ ساعتونو کې څلور ساعته برېښنا لرو چې هغه هم د شپې له خوا وي. موږ نه شو کولای په سمه توګه خپلو درسونو ته رسېدنه وکړو.»
 
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د ازبیکستان وارداتي برېښنا کمه شوې او دغه وزارت هڅه کوي، چې له ترکمنستان او د سیمې له نورو هېوادونو د برېښنا واردات زیات کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي څرګندوي:«د وارداتي برېښنا چې له ازبیکستانه کابل ته راځي د هغوی د برېښنا د تولید په شبکه کې ستونزه رامنځته شوې  ده او نه شي کولای چې افغانستان ته د تړون په مطابق د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.»

افغانستان خپله د اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا د سیمي له هېوادونو په تېره بیا، ازبیکسنان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایرانه واردوي او دغه هېوادونه کله ناکله د افغانستان وارداتي برېښنا پرې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه