Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د سرحدي ځواکونو نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ (د مرغومې په ۴مه) کابل کې یوې غونډې ته وویل د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو ک نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د اسلامي امارت له ځينو نورو چارواکو سره یې د مالي جرمونو د معافیت او له سوداګرۍ او صنعت څخه د ملاتړ په غونډه کې وینا کوله، زیاته کړې چې کابل، اسلام اباد ښه ګاونډی ګڼي او له پاکستانه هم غواړي چې له افغانستان سره متقابل تعامل ولري.

 امیر خان متقي وویل:«زموږ او ستاسې د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته، نه ستاسې په ګټه ده او نه زموږ. په کرښه باندې مشکلات ایجادول نه ستاسې په ګټه دي او نه زموږ. زه چې تاته د ورور، مسلمان او سيال په سترګه ګورم، ته هم په هغه سترګه راته وګوره. تجارت د اصولو په رڼا کې راسره وکه، راشه درشه د اصولو په رڼا کې راسره وکه.»

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، امریکايي سناټورانو ورته ویلي چې د پاکستان د پولو د امنیت د ټینګښت لپاره به د ۲۰۲۳ کال په بودیجه کې يوه اندازه پيسې په نظر کې ونيسي.

د پاکستان ډاڼ ورځپانې د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير له قوله لیکلي، واشنګټن لېواله دی؛ چې له اسلام آباد سره مرسته وکړي، څو پاکستان د افغانستان له لوري له بریدونو څخه وژغوري.

پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د زرداري پر حوالې لیکلي:«د امریکا متحده ایالات لېواله دي چې د پاکستان د پولو د امنیت د ټینګولو او له افغانستان څخه د سرحدي بریدونو د مخنیوي لپاره پاکستان ته مالي مرستې ورکړي.»

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د واټن او شخړو د لرې کولو یوازینۍ لار تفاهم او خبرې اترې دي.

د سياسي چارو کارپوه سید مصطفی مرتضوي څرګندوي:«هغه څه چې نن سبا د دواړو هېوادونو بېړنۍ او اساسي اړتیا څه ده، هم د پاکستان او هم د افغانستان د اوسني نظام او خلکو لپاره، هغه د يو رغنده تعامل سیاست دی.»

د سياسي چارو کارپوه عبدالجمیل شیراني هم وویل:«د ټولو ستونزو حل د دوه هېوادونو تر منځ همېشه ښې اړيکې دي. د يو بل هېواد متقابل درناوی دی. د يو بل هېواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې نه لاسوهنه ده.»

په تېره یوه میاشت کې د سپین بولدک – چمن په لویه لار د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوله ساتو ترمنځ دوه سرحدي نښتې شوي، چې په دغو نښتو کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دواړو لورو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه