ځينې زده کړیالان وايي تر هغې چې ښځینه زده کړیالانو ته په پوهنتونونو کې د حضور اجازه ورنه کړل شي دوی به هم پوهنتونونو ته ولاړ نه شي.
دوی له اسلامي امارعه غواړي چې پر ښځینه محصلانو د ممنوعیت لرې کړل شي.
محصل مزمل طلوع نیوز ته وویل:«ان شاالله خپلو دغو بندیزونو ته دوام ورکوو او که چېرې د نجونو ټولګي پيل نه شي موږ هم خپل درسي ټولګي تحریم وو او زده کړو ته دوام نه ورکوو.»
بل زده کړیال نوید الله هم وايي:«پوهنتونونه زموږ د خویندو پر مخ تړل شوي موږ هم ونه غوښتل چې پوهنتون ته ولاړ شوو.»
زده کړیال محب هم څرګندوي:«زما دوه خویندې هم پوهنتون کې دي خو د پوهنتون د تړل کېدو په دلیل له دې وروسته زه هم لازمه نه ګڼم چې پوهنتون ته دوام ورکړم.»
بل خوا، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې نجونو ته دې اجازه ورکړل شي چې پوهنتونونو ته ولاړې شي.
د پوهنتون استاد توافق الله وویل:«له اسلامي امارته د دې غوښتونکي یوو چې ښځو او زموږ محترمو خویندو ته بېرته د درس او تعلیم دروازې پرانیزي.»
د پوهنتون بل استاد مسیح الله هم وايي:«دې پایلې ته ورسېدو چې د خپل هېواد له خویندو سره خپل اعتراض وکړو.»
له دې سره هم مهاله، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي ژر تر ژره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکې اسماء څرګندوي:«واقعاً چې د پوهنتونونو، ښوونځیو او دیني مدرسو تړل کېدل خواشیني کوونکي دي.»
د کابل اوسېدونکی سیر وايي:«پوهنتونونه چې وتړل شي او نجونې درس ونه وايي، ښځې چې تحصیل ونه کړي په افغانستان کې هېڅ هم نه جوړېږي.»
له پنځو ورځو راهیسې پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د نجونو پرمخ تړل شوي دي. او د اسلامي امارت دغې پرېکړې ډېر غبرګونونه راپارولي دي.
په دې اړه مو اندونه