د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، دیني عالمانو خپلې هڅې پیل کړي چې ښځو ته په غیر دولتي بنسټونو کې د کار کولو اجازه ورکړي.
ښاغلی دلاور ډاډ ورکوي، چې علما به د شریعت په رڼا کې د ښځو کار ځنډولو ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي:«علما لګیا دي چې یوه شرعي لار ورته پیدا شي، د شریعت مطابق او د افغانانو له عنعناتو سره مطابق په دې باندې کار روان دی او هغه مکتوب چې د اقتصاد وزارت له خوا صادر شوی دی امر ثاني ویل شوی دی.»
د پوهنتون ځينې استادان په افغانستان کې د ښځو د کار ځنډېدل نا هیلې کوونکي ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې په دې هکله بیا غور وکړي.
مېرمن بخشي زیاتوي:«نور هېڅ مېرمن نه شي کولای چې خپلې دندې ته حاضره شي او په ټولنه کې ټولنیز فعالیتونه وکړي.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې د ښځو د کار د ځنډولو پر پرېکړه غور وکړي.
د کابل اوسېدونکی هدایت الله وویل:«که چېرې چاپېریال اسلامي شي او د ښځې د کار لپاره زمینه برابره شي یو ښه کار دی او ستونزه نه لري.»
د کابل اوسېدونکی محمد امین هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي چې د ښځو اقتصاد ښه شي او په بنسټونو کې کار وکړي.»
تر دې وړاندې هم اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز لګولی، چې تراوسه د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
په دې اړه مو اندونه