Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناروې د کډوالو شورا منشي: لوېدیځ هېوادونه باید له ا.ا سره تعامل وکړي

د ناروې د کډوالو شورا منشي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې وايي، نړۍ له اسلامي امارت سره خبرو اترو ته اړتیا لري او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

یان ایګلنډ زیاتوي چې د ښځو د کار ځنډولو په تړاو د اسلامي امارت وروستۍ پریکړه به د نړۍ له خوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو بد اغېز وکړي.

په ناروې کې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي یان اگلنډ وايي: «زه ډاډه یم چې کولی شو حل لاره ومومو او په تېر وخت کې مو هم حل لارې موندلې دي. لویدیځوالو او ډيپلوماټانو یې افغانستان پرېښود؛ خو موږ هېڅکله هم دغه هېواد نه دی پرېښی. زه له لویدیځوالو او ډيپلوماټانو یې غواړم چې، له طالبانو سره تر دې ډېر تعامل وکړي. خو فکر نه کوم چې، دا ځلي په دوحه کې وي؛ ځکه څه چې په دوحه کې وویل شول، په کابل او کندهار کې هغسې ونه‌شول.»

خو د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، نړۍواله ټولنه باید په لومړي سر کې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړی زیاتوي، د نجونو د زده کړو او تحصیل او همداراز د ښځو د کار د دوام لپاره د حل لارو د موندنې په موخه هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «نړیوالې موسسې خپل کارونه د بشري موضوعاتو لپاره کوي او باید خپلو مرستو ته د قانون له مخې دوام ورکړي، خپلې چارې باید ځینو کارونو پورې و نه تړي، ځکه افغانان مرستو ته اړتیا لري.»

د چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کارونو ځنډېدل به له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو هم منفي اغیز وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «افغانان چې په غیردولتي او نړیوالو ادارو کې کار کوي محدودیتونه پرې لګول شوي او مرستندویه بنسټونه یې اندېښمن دي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه احمد خان اندړ زیاتوي: «دواړه خواوو ته خلک دې د ناوړه اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاس په لاس شي او د سیاسي تعامل لپاره دې لار ولټوي.»

تر دې مخکې نړۍوالې ټولنې د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د ټول ګډونه حکومت جوړونې، د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو رعایتېدو او همداراز د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدو پورې مشروط کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه