Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طلوع نیوز په ژوندۍ خپرونه کې د پوهنتون یوه استاد اعتراض ته غبرګونونه

د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو په غبرګون کې د طلوع نیوز په یوې ژوندۍ خپرونه کې د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل اعتراضي حرکت په خواله رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د پوهنتون دغه استاد خپل تحصیلي سندونه په «خبري ساعت» خپرونه کې څېرې کړل.
  
د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د ښاغلي مشعل دغه کړنه ستایلې او ځينو خبري رسنیو هم دغه موضوع ډاګیزه کړې ده.

د پوهنتون دغه استاد وایي، خپل اسناد یې چې د اتلسو کلونو زده کړو په لړ کې یې ترلاسه کړې وو، له زده کړو نه د نجونو د بې برخې کېدو له امله څېري کړل.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل طلوع نیوز ته وویل:«د افغانستان د تعلیم بحث له سیاست، جګړې او اقتصاد څخه لرې وساتئ موږ ډېرې بدبختۍ او خوارۍ زغملې دي، ډېره جګړه مو لیدلې ده خو اوس غواړم، ورزول شو او دا الله موږ ته راکړي دي.»

بلخوا ځينې زده کوونکې او زده کړیالان د ښوونځيو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل ناهیلې کوونکي ګڼي.

کابل کې د یوې کورنۍ درې خوېندې د زرګونه نورو نجونو په څېر له زده کړو محرومې شوې دي.

تمنا چې طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده، وایي چې د نجونو د لوړو زده کړو له ځنډېدو وروسته نهیلې شوې ده:«په کور مې کو درس لوست او وروسته به کورس ته تللو ډېر زیار مو وګاله، ځينې شپې مو حتا خوب نه کاوه، تر ناوخته به مو درس لوست چې یوې ښې څانګې ته بریالي شو، زموږ راتلوونکی روښانه وي؛ خو له سرپرست حکومته خواشینې شوو.»
  
د شپږم ټولګي زده کوونکې حاسنات هم وویل:«هلکان چې ښوونځيو ته ځي او نجونې نه ځي هر چا ته دا ډېره خواشینې کوونکې ده او موږ له حکومته غواړو چې ژر ښوونځي پرانیزي.»

د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو له ځنډېدو وروسته، د پوهنتون یو شمېر استادانو د اسلامي امارت د دغې پرېکړې په غبرګون کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

تر اوسه اسلامي امارت د دې ستونزې د حل کېدو لپاره څرګند وخت نه دی اعلان کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه