د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په مزارشریف کې ځینو ښځينه هټۍوالو ته حکم کړی چې خپلې هټۍ وتړي.
د امر بالمعروف مسوولان وايي چې د ښځو او سړیو د یوځای والي له امله، دغو مېرمنو ته حکم شوی چې خپلې هټۍ وتړي.
د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د شکایتونو د اورېدو مسوول سید ظاهر وايي:«موږ اوس د دې په لټه کې یوو چې درې تر څلور مارکېتونه په سیالۍ کې واچوو چې زموږ خویندې وکړای شي یو ښه فرصت ترلاسه کړي.»
ورته مهال ځينې دغه هټۍوالې وايي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د تامین مسوولیت په غاړه لري.
پشتون افغان لومړنۍ مېرمن ده چې پنځه کاله وړاندې یې دغه بازار کې کاروبار پیل کړ.
هغې طلوع نیوز ته وویل:«تېره پنجشنبې د امر بالمعروف له ریاسته کس راغلی او وې ویل چې موږ تاسو ته یوه اوونۍ وخت درکوو چې تاسې خپلې هټۍ ولېږدوئ او په کور کې کېنئ.»
بله هټۍواله یاسمین هم وايي:«د دې پر ځای چې پر مال مو خاورې پرې کېني او خراب شي موږ هم مجبوره یوو چې خپل مال راغونډ کړو او له دغه کار سره زموږ اقتصاد ته هم زیان رسېږي.»
دا ښځینه هټۍوالې د بلخ له سیمه ییزو مسوولینو غواړي چې هټۍ یې ونه تړي.
هټۍواله مسعوده طلوع نیوز ته وايي:«موږ په ډېرو ستونزو دغه هټۍ جوړه کړه او په ډېره لوړه بیه. لاسي صنایعې موږ په خپله جوړوو هغه مېرمنې چې له موږ سودا اخلي د راحتۍ احساس کوي.»
د مزارشریف ښار اوسېدونکې صنم سروري هم څرګندوي:«کله چې موږ بازار ته راځوو د سړیو پر ځای له ښځو توکي پېرو او ډېر د راحتۍ احساس کوو.»
وروستیو کلونو کې مېرمنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې سوداګرۍ او د هټیو جوړولو ته مخه کړه، څو وکولی شي له دې لارې د خپلو کورنیو په لګښتونو کې ونډه واخلي.
په دې اړه مو اندونه