Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د زده‌کړو او کار ځنډولو په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته

د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې ګډونوالو د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو او کار ځنډول د اسلامي ارزښتونو نقض ګڼلی دی.

په دغه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتنه شوې چې د ملګروملتونو او اسلامي همکاریو سازمان منشور، اصولو او اهدافو ته ژمن پاته شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د چهارشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د افغان مېرمنو او نجونو پر زده کړو د سرپرست حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه ځانګړېغونډه وکړه.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «تعلیم یو له اساسي بشري حقونو څخه دی چې ټول له تبعيض پرته ورته په يوه ډول لاسرسی ولري. موږ له اوسنیو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره کار وکړي او دوی ته اجازه ورکړي چې په هره کچه زده کړې وکړي.»

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعې پر خرابېدو اندېښمن دي.

دغه سازمان په خپله اعلاميه کې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د نړيوالې ټولنې په پراختيايي مرستو ټينګار کړى دى.

په‌دې اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ له کورنیو او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو څخه غواړو، چې د شته ستونزو سره سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.»

یو شمېر دیني عالمان د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د اسلامي همکاریو د سازمان رول مهم بولي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د اسلامي هېوادونو ښه وړاندیزونه عملي کړي.

دیني عالم سید هاشم جوادي وايي: «اسلامي امارت باید د نړۍ مشروع غوښتنې ومني، په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو مشروع غوښتنې.»

یو بل دیني عالم حسیب‌الله حنفي زیاتوي: «اوس‌مهال اسلامي امارت اړتیا لري چې د نړۍ په کچه، د ګاونډیانو په کچه او د اسلامي هېوادونو په کچه خپلې اړیکې ښې وساتي.»

دیني عبدالقادر قانت وايي: «که اسلامي امارت د دوی خبرو ته غوږ و نه‌‌نیسي، توصیه و نه‌کړي او مکتبونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص نه‌کړي، دوی ته به زیان ورسېږي او نړۍ به دوی مخ وګرځوي.»

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارته غوښتي چې د ملګرو ملتونو د اصولو او اهدافو او د اسلامي همکاریو سازمان منشور ته غاړه کیږدي او د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په اړه د نړیوالو میثاقونو او تړونونو پر بنسټ خپل مکلفیتونه پوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه