Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیکا په ولسوالیو کې د ژوند ستونزمن وضعیت

د پکتیکا ولایت د برمل او ګیان ولسوالیو ځینې اوسېدونکي د ژمي له یخنۍ څخه د ژغورنې په پار په سمڅو کې ژوند کوي.

سیمه ییز مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، سړې هوا يوازې په تېره يوه نيمه مياشت کې د ماشومانو او ښځو په ګډون له ۳۵ کسانو ژوند اخیستی دی.

د ګيان ولسوالۍ د مرکزي روغتون ډاکټر ډاکټر مجيب الرحمن وايي:«په تېر ډسمبر کې، موږ ۳۵ سپين‌ږیري، مېرمنې او ماشومان له لاسه ورکړل چې یوازې ۹ تنه یې ماشومان وو.»

کوچني کرامت الله د خپلې خېمې د ګرمولو لپاره دا کوچنۍ هڅه پيل کړې او د ده په څېر ډېری خلک د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د خپلو خېمو د ګرمولو لپاره د سون توکي نه لري. 

کرامت الله چې له خپلې کورنۍ سره تر خېمې لاندې خپلې شپې او ورځې تېروي وايي:«هوا سړه ده زه هم کوښښ کوم چې د اور لګولو لپاره یو څه پیدا کړم.»

زلزلې له ډېریو دغو کورنیو قرباني واخیسته؛ خو اوس د سړې هوا وار دی. کورنۍ دم‌ګړۍ له یخنۍ سره لاس او کرېوان دي.

کوچنۍ اسما له خپل ورور پرته د کورنۍ ټول غړي په زلزله کې له لاسه ورکړي او لسګونه نورو کورنيو هم د کور سرپرستان له لاسه ورکړي چې اوس مهال په خورا بد وضعيت کې قرار لري او سرپرستي نورو خپلو خپلوانو پر غاړه اخیستې ده. 

د اسما پالوونکی شريف خان وايي:«دغه نجلۍ چې ده د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي، یوازې یو ورور یې پاتې دی. نور ژمی دی او واوره اوري او په دې خېمه کې ژوند کوي.»

روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د ګيان مېشتو بنسټیزه غوښتنه ده چې په نيمګړې دې ودانۍ کې فعال د ولسوالۍ مرکزي روغتون يې اړتیاوې نشي پوره کولی. 

په ګيان ولسوالۍ کې لا هم وخت ناوخت زلزلې کېږي چې د خلکو تر منځ يې وېره خپره کړې او ډاکټران وايي ګڼ شمېر خلک له دې امله پر رواني ناروغيو اخته شوي دي. 

ګيان ته ورغلې اوږده خامه لار چې د زلزلې پر مهال يې مرکز ښرنې ته د ټپيانو د لېږد پر مهال د ډېری ټپيانو ژوند واخيست لا هم ګيان ته د تګ راتګ او مرستو رسولو پر وړاندې لوی خنډ دی. 

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی نواب خان وايي:«که چېرې په کور کې ناروغ وي، ترڅو یې بلې ولسوالۍ ته بیایوو، اوه زره تر اته زره د موټر کرایه کېږي موږ یې وس نه لرو.»

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی سرفراز وویل:«موږ له ګیانه راغلو او د ارګون په لور ځو، درې ساعته لار ده.»

د سيمې خلک وايي د اسلامي امارت د هغې پرېکړې له اعلان وروسته چې ښځې په کې په موسساتو کې له کاره بندې شوې ډېری موسسو خپل کارونه ځنډولي او له دوی سره په مرستو کې د پام وړ کم والی راغلی دی. 

تمه وه چې مرستندویه بنسټونه به د ګیان زلزله ځپلو ته د اوسېدو پاخه کورونه جوړ کړي چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولری، خو د سیمه اوسېدونکي وایي تر اوسه دې برخه کې هېڅ کار نه دی شوی او کوم کورونه چې جوړ شوي، هغه هم غیر معیاري دي.

په ګيان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت له لوري د مرستو وېش او څار لپاره يوه کمېټه ګومارل شوې، چې مسوولان يې د خلکو ستونزې پر ځای بولي او د اسلامي امارت پر مشرانو سربېره پر مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې پکتیکا کې د زلزله ځپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغې زلزلې د قربانیانو شمېر په لومړیو کې زر تنه ښودل شوی وو، خو طلوع نيوز ته په لاس ورغلی یو رسمي سند ښيي چې په دې زلزله کې څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ژوندی بایللی چې په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، دغې مرګونې زلزلې څه باندې ۷۸۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي چې شپږ زره یې یوازې په ګیان ولسوالۍ کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه