Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان کربي: اسلامي امارت دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا د سټراټېژیکو اړیکو همغږی کوونکی له امریکا غږ سره په مرکه کې وايي، چې له کړو ژمنو سرغړونه به اسلامي  امارت له نورې انزوا سره مخ کړي.

ښاغلي کربي د امریکا غږ سره په مرکه کې ټینګار کړی که‌چېرې اسلامي امارت په رسمیت پېژندل او مالي مرستې او پانګونه غواړي، نو باید د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپل ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د سټراټېژیکو اړیکو همغږۍ کوونکی جان کربي وايي:«هغوی په دوحه کې ژمنه وکړه او دغه راز یې د کابل له نیولو وروسته ژمنه وکړه چې په مسوولانونه توګه به حکومت وکړي او په افغانستان کې به د افغان ښځو د شویو پرمختګونو درناوی کوي. هغوی دغه خبرې په څرګنده توګه وکړې، خو اوس موږ د هغوی له لوري د ژمنو له پامه غورځول وینو.»

د اسلامي امارت ویاند د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي، چې امریکا د اسلامي امارت پر وړاندې پر خپلې کړې ژمنې نه ده درېدلې او تل یې هڅه کړې ده، چې سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي.
                         
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هغه ژمنې چې امریکا کړې دي، لاه عملي شوې نه دي، د اسلامي امارت چارواکو د تورو نوملړونو موضوع وه چې تراوسه حل شوې نه ده او همدارنګه د امریکا او افغانستان د اړیکو عادي کول وو چې موږ په دغه یونیم کال کې خپله وروستۍ هڅه کړې، خو له بده مرغه امریکا لا هم فشار ته دوام ورکوي.»

بل خوا جان کربي داعش د افغان سرپرست حکومت پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼي.

هغه وویل:«هغوی په دوامداره توګه د داعش تر ګواښ لاندې دي، دا چې هغوی به د داعش پر وړاندې څه وخت عملیات ترسره کړي او څرنګه به هغوی وڅاري باید په تړاو یې خبرې وکړي. موږ پوهېږو چې داعش لاهم یو ګواښ دی، نه یوازې په افغانستان کې  بلکې د  نړۍ په نورو برخو کې هم یو لوی ګواښ دی.»

بل خوا، د امریکا متحده ایالتونو مرکزي استخباراتو سازمان رییس د جورج ټاون پوهنتون د ډيپلوماسۍ د پوهنځي په غونډه کې وایي، چې داعش د ترهګرۍ د یوې لویې ننګونې په توګه پاتې دی.

د امریکا د مرکزي استخباراتي رییس ویلیم بورنس وايي:«فکر کوم چې د القاعدې پر مشر ایمن الظواهري بریالي عملیات چې له بن لادن سره د درې زره بې ګناه کسانو د وژلو او ترهګریزو فعالیتونو مسوول و، زموږ د ژمنې او وړتیا ښودنه کوي.»    

په تېر څه باندې یونیم کال کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د  ایران، پاکستان، چین او ازبیکستان په څېر ډیری ګاونډي هېوادونه په کابل کې ډيپلوماټيک فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه