Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالیې وزارت: هېواد ته د ۱۶۴ مېلیارد افغانیو په ارزښت بشري مرستې راغلي

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د بشري وضعیت د خرابېدو په تړاو د اندېښنو په لړ کې د مالیې وزارت وایي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې څه باندې یو میلیون ټنه بشري مرستې هېواد ته رارسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې په دغو مرستو کې خوراکي او ناخوراکي توکي شامل وو، چې ټولټال ارزښت یې ۱۶۴مېلیارده افغانیو ته رسېږي.

ښاغلي حقمل طلوع نیوز ته وویل:«څه باندې یو مېلیون ټنه خوراکي او غیر خوارکي توکي چې په دغو موسسو پورې یې تړاو درلود افغانستان ته وارد شوي او دا کابو ۴۱ زره بستې وې چې د هغه ګمرکي ارزښت ۱۶۴ مېلیارد افغانۍ وې او دا ټول مالونه له کوم ګمرکي محصول په ګمرکونو کې طی مراحل شوي دي او افغانستان ته وارد شوي دي.»

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال له وږي میاشتې د ۱۴۰۱ کال تر مرغومې میاشتې پورې د بشري مرستو څه باندې ۴۱ زره بستې هېواد ته رارسېدلي دي، چې ۲۳.۳ مېلیارده افغانۍ ګمرکي معافیت یې ترلاسه کړی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د نړۍوالې ټولنې مرستې باید پر بې وزلو خلکو په رڼه توګه ووېشل شي.

د کابل اوسېدونکی خدا بخش په دې هکله وویل:«د ۱۵ میاشتو په اوږدو کې موږ یو یا دوه ځلې یوه میاشت ۴۳۰۰ یې موږ ته راکړې بله میاشت یې رانه کړل.»

د کابل بل اوسېدونکی عادل هم څرګندوي:«۴۱۰۰ یا ۳۰۰ یوځل یې ورته ورکړي یا یې اوړه ورته ورکړي او د هغه یوې میاشتې د ۱۵ ورځو بس شول که چېرې بیاځلې مرسته وکړي ښه به وشي.»

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د نړۍوالې ټولنې مرستې د بشري ناورین د مخینوی لپاره ګټورې ګڼي، خو ټينګار یې دا دی چې دغه مرستې بې وزلي نه شي کمولای.

د اقتصادي چارو شنونکی  میر شکیب میر طلوع نیوز ته وايي:«افغانستان ته بشرپاله مرستې حتا په نغدي توکې شوې دي او نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه کړي او په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې وزلۍ شاهدان یوو.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي دي، چې په ۲۰۲۲زیږدیز کال کې مرستندویو بنسټونو څه باندې ۲۵ مېلیونه افغانانو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه