Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو غونډه؛ امریکا د سیمې د بې ثباته کولو په هڅه کې ده

د افغانستان په تړاو د  منځنۍ اسیا د ملي امنیت شورا د سلاکارانو پنځمه غونډه د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۹مه) د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته په مسکو کې جوړه شوه.

 د روسیې «ټاس» خبري آژانس راپور ورکړی چې د دغې غونډې ګډونوالو امریکا یې د سیمې هېوادونو په بې ثباته کولو تورنه کړه.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي چې په افغانستان کې د امریکا له پاتو وسلو د خپلو افغانانو ترمنځ جګړو کې کار اخیستل شوی دی.

ښاغلي پاتروشیف وویل:«موږ تر زرو د زیاتو ټانګونو او پرسونل وړونکو ځغره والو موټرو، لسګونه الوتکو او چورلکو، سلګونه توپونو، هاوانونو، د ټانګ ضد او الوتکو ضد سسټومونو او دغه ارز د سلګونه زره سپکو او درنو وسلو په هکله خبرې کوو. دا وسلې د افغان ډلو تر منځ د وسله والې جګړې د زور اخیستو لپاره وکارول شوه او په تور بازار کې د ترهګرو په ګډون په درېیمو هېوادونو کې وپلورل شوه.»          

په دې غونډه کې د ایران د ملي امنیت شورا منشي وایي، چې په افغانستان کې سوله، ټیکاو او پرمختګ د دوی لومړیتوب دی. هغه لوېدیځ هېوادونه او امریکا متحده ایالتونه د سیمې د هېوادونو په بې ثباته کولو تورنوي.
                                       
د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي:«هر چېرته چې لوېدیځ او امریکا حضور ولري البته بې ثباتي او د جګړې لمبې شتون لري، په داسې حال کې په هغه ځای چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاري موجوده وي، سوله، امنیت او ارامښت ټينګ دی.»

هر چېرته چې لوېدیځ او امریکا حضور ولري، هلته بې ثباتي او جګړه شته، په داسې حال کې چې هر چېرته چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاري وي، هلته سوله، کراري او امنیت دی.»

خو دا غونډه د افغانستان لپاره څه ګټه لري؟
                               
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا په دې هکله وايي:«د دغې غونډې چورلیز امنیتي اندېښنې دي او پر دې مسئلې به خبرې وشي، هغه پېښې چې په راتلوونکې کې رامنځته کېږي د ګډو ګټو هېوادونه د هغه مخنیوی څه ډول وکړي.»

بل خوا اسلامي امارت چې په دې غونډه کې یې استازي حضور نه درلود، وایي د هرې هغې غونډې هرکلی کوي، چې د افغانستان په ګټه پرېوځي.
                             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هره غونډه چې د افغانستان په هکله په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره جوړېږي، د هیلې او ګټې ځای دی؛ خو زموږ هیله دا ده چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان استازی حضور ولري او دویمه دا چې له افغانستان باید هېوادونه او سیمه ډاډه وي.»

په دې غونډه کې د روسيې، هند، ایران، قزاقستان، قرقیزستان، چین، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکارانو ګډون درلود.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي وایي، چې په افغانستان کې سوله، ټیکاو او پرمختګ د دوی لومړیتوب دی. هغه لوېدیځ هېوادونه او امریکا متحده ایالتونه د سیمې د هېوادونو په بې ثباته کولو تورنوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه