د چین او ایران ولسمشرانو د یوې ګډې بیانیې له لارې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او ښځو پر کار د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
پهدې بیانیه کې دغه راز له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «چین او ایران له افغانستانه غواړي چې، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي. چین او ایران د افغانستان د دوو ګډو ګاونډیانو په توګه د ښځو پر زده کړو او کار د لګول شویو محدودیتونو پر لرې کېدو ټینګار لري.»
له دې سره سم، په افغانستان کې د جاپان سفیر هم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر پرانېستې ټینګار کړی دی.
د جاپان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دواړو لورو د زده کړو د اهمیت په تړاو ورته لیدلوری درلود.
په افغانستان کې د جاپان سفارت لیکلي: «سفیر اوکاډا د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر پرانېستې چې د ټولو افغانانو هیله ده، ټینګار وکړ. سفیر اوکاډا له لوړو زده کړو وزارت سره د مرستو په تړاو وویل، له دغې برخې سره کېدای شي نړۍوال ډېره همکاري وکړي؛ البته په هغه وخت کې چې په افغانستان کې حاکمیت ټینګ او همداراز له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ښې شي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونه دنده لري چې پرمختګونه او زمینې جوړولو ولري.»
له بل لوري یو شمېر زده کړیالانې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانېستنې غوښتونکې دي.
زدهکړیاله منیژه وايي: «افغانستان په یو داسې ځای کې ولاړ دی چې ښځې پهکې حق نهلري، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.»
زدهکړیاله زیبا زیاتوي: «هر څه ژر باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، ځکه موږ وینو چې د نړۍ هېوادونه د علم له لارې پرمختګ کوي.»
د ایران ولسمشر په داسې حال کې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه لري چې په خپل هېواد کې یې هم ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام په تړاو د ملګرو ملتونو دوه چارواکي افغانستان ته راغلي؛ خو لا تر اوسه د دغو دواړو مسایلو په تړاو اسلامي امارت څه پرېکړه نه ده کړې.
په دې اړه مو اندونه