Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزیرانې: پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه غندو

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د  ګډون کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو لسو ښځينه وزیرانو، د دغې غونډې په څنډه کې، پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه وغندل.

د بهرنیو چارو دغو لسو ښځینه وزیرانو په یوې ګډې خبرپاڼه کې خپلو کاري زمینو ته د افغان مېرمنو د بېرته راستنېدو غوښتنه وکړه. 

په یوه ګډه خبرپاڼه کې د البانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایسلنډ، کوسوو، لیختناشټاین، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو له سرپرست حکومته غوښتي چې پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
 
د ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ د طالبانو له خوا د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو څنډې ته کول په کلکه غندو. ښځې په پارکونو کې له ګرځېدو منع شوي، پوهنتونونو او ښوونځيو ته پر تګ يې بنديز لګېدلی او اوس د بشري مرستو په برخه کې له کار کولو هم منع شوي دي.»

خو د اسلامي امارت وياند وايي چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق مراعات شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي په ځینو سکتورونو کې هغه ادارې چې د اسلامي اصولو خلاف وې، د ښځو کار په کې منع شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په اسلامي ټولنه کې د ښځينه‌وو حقوق هېڅ نه دي ضایع شوي، او ټولو حقوقو ته یې رسيده ګي شوې ده، د ښځینه‌وو ژوند په امن کې دی. مصونیت لري همدا راز د هغوی ستونزې چې دي تر ډېره محاکم ورته رسیده ګي کوي. او ځينې نور هغه فعالیتونه چې دوی یې کوي په هغو برخه کې هم شرعي ماحول د جوړېدو ضرورت دی په شرعي شرایطو باندې د برابرېدو پر هغه هم کار روان دی.»

د دغو لسو بهرنیو چارو وزیرانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه هېواد د نیمايي نفوس لېرې کول، به د ټول هېواد راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي.

د لسو هېوادونو دغه جګپوړي چارواکي وايي، په افغانستان کې ښځې، ماشومان او نارینه بشري مرستو ته اړتیا لري او ښځې په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د ښځو د حقونو فعاله روح ګل څرګندوي:«دا له ملت سره په مشورې حل کړي، نو به وکولای شي چې ملي او نړۍوال مشروعیت پیدا کړي او وکولای شي ملاتړ پیدا کړي.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان هم په دې هکله زیاتوي:«له دغو محدودیتونو سره افغانستان په انزوا کې شو او له نړۍ سره چې په یوه کلي بدله شوې، هېڅ رسمي اړیکې نه لري.»

د مونیخ امنیتي غونډه په نړۍ کې تر ټولو لویه امنیتي غونډه ده او هر کال د المان په سوېل کې جوړېږي.

دغې غونډې ته د اسلامي امارت هېڅ استازی نه دی بلل شوی، خو د افغان مېرمنو په استازیتوب د ښځو د حقونو فعالې محبوبې سراج او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې حسنا جلیل په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه