د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو کچه ۲۱ ټنو ته رسېدلې چې ۹۰ سلنه یې له هرات ولایت څخه تر لاسه شوي.
د یاد وزارت ویاند وايي، په راتلونکي کال کې به په پنځلسو ولایتونو او دوه سوه ازمایښتي پلاټونو کې زعفران وکرل شي او زیاتوي، په ۱۴۰۲ کال کې به د زعفرانو د حاصلاتو کچه تر دې هم لوړه شي.
مصباح الدین مستعین پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «په راتلونکې کال کې د زعفرانو د ښې ودې لپاره په پنځلسو ولایتونو کې ۲۰۰ نمایشي قطعې لري او همداراز ۲۰۰ اموزشي پروګرامونه لري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۲۰۲۲ کال کې ۵۶ زره کیلوګرامه زعفران چې ټول ارزښت یې ۲۴ مېلیونه ډالره کېږي بهر او په ځانګړې توګه هند ته صادر شوي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند زیاتوي: «ټولټال قیمت یې ۲۴ مېلیون ډالرو ته رسېږي چې ډېری یې هندوستان، اسټرالیا او امریکا ته صادر شوي. ډېری صادارت هندوستان ته شوي چې شاوخوا ۱۴ نیم مېلیونه ډالره کېږي.»
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان زعفران له هېواده بهر ته صادر شوي دي.
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د زعفرانو بیه په نړۍوالو بازارونو کې لوړه ده، خو لویه ستونزه دا ده چې د هغو د صادراتو لپاره هوايي دهلیزونه نهشته.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «په تېرو کلونو کې امکانات ډېر و، موږ اروپا او امریکا ته لېږدول. له نیکه مرغه سږ کال زموږ د زعفرانو بیه لوړه ده او ډېر هم دي، خو د نورو کلونو پرتله امکانات لږ محدود شوي دي.»
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې پر ۸ زره هکټاره ځمکه زعفرانو کرل شوي او تر ټولو ډېر تولید هم په هرات ولایت کې کېږي او په نړۍوالو بازارونو کې هم ښه نوم لري.
په دې اړه مو اندونه