Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: په تېرو اوولسو میاشتو کې په کابل کې ۲۲ سرکونه پاخه شوي

کابل ښاروالۍ وايي، په تېرو اوولسو میاشتو کې د پلازمېنې ۲۲ سرکونه پاخه شوي دي.

دغه اداره وایي، سربېره پر دې په کابل ښار کې ۱۲۰ سرکونه چې د تېر حکومت په دوره کې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوي وو، بېرته د خلکو او ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: «ځینې سرکونه دواړه لوریو ته پاخه و، خو له بده مرغه د تېر مرکزي حکومت پر مهال د نه همکارۍ له کبله دا سرکونه تړل شوي وو. ښه بېلګه یې د وزیر اکبر خان تر شیرپور پورې نښلوونکی سرک دی چې کابل ښاروالۍ دا سرک جوړ کړ او تاسو وینئ چې د ښار په منځ کې یې څومره ګڼه ګوڼه ورسره کمه شوه.»

بل‌خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د کابل  ښاروالۍ فعالیتونه ستايي او وایي، په کابل کې د سړکونو جوړېدو د تګ او راتګ پر مهال د خلکو ستونزې کمې کړې دي.

د کابل اوسېدونکی نصیر احمد وايي: «خوښ یوو چې دا فرعي سرکونه پرانیستل شول. اوس کولای شو یو ځای ته ژر ورسېږو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی رحیم‌الله زیاتوي: «کومو کسانو چې زور درلود، سرکونه یې تړلي و، اوس خوښ یوو چې دا ټولې کوڅې پرانیستل شوي، په اسانۍ سره پرې تلی شو.»

د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دې ادارې د عوایدو څلور مېلیارډ او اته سوه  مېلیونه افغانۍ پراختیایي پروژو ته ځانګړې شوې وې، چې د دغو پیسو لویه برخه لګول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه