د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه کې د ځينو هېوادونو استازي، په افغانستان کې له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو پر منع کېدو نیوکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه د دوشنبې په ورځ د سویس په جنیوا کې جوړه شوه.
په دغې غونډه کې د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې له کابله غوښتي چې د ښځو په اړه خپلې پرېکړې لغوه کړي.
د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره هلا مزیاد التویجري ویلي:«د افغانستان د سرپرست حکومت د پرېکړې په اړه چې ځوانې افغان مېرمنې د لوړو زده کړو له حقه بې برخې کوي، زما هېواد (سعودي عربستان) هيله لري، چې سرپرست حکومت به په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او مېرمنو ته به اجازه ورکړي چې پرته له کوم تبعیض څخه يې حقونه تامين شي.»
په دې غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. او د دې سربېره ښوونځیو ته د نجونو پر تګ او افغانستان کې پر ښځو لګول شويو محدوديتونو نیوکه کړې ده.
د المان د بهرنیو چارو وزیره وايي:«موږ پوهېږو چې زموږ هڅې به د افغان ښځو د حقونو څخه سرغړونو ته بدلون ورنهکړي؛ خو دا هڅې د هرې ښځې لپاره چې له کوره د وتلو اجازه نه لري او د هر ماشوم لپاره چې غواړي ښوونځي ته لاړه شي، مهمې دي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بشري حقونو شورا غونډې ته په خپل راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونو، اقتصاد او د بشري مرستو د رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم په دې غونډه کې وویل، نړۍواله ټولنه باید پرېنهږدي چې د افغانستان وضعیت خراب شي.
خو د اسلامي امارت مرستيال وياند وايي چې د ښځو حقونه د اسلامي اصولو په رڼا کې تامينيږي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:«د هېواد د کورني وضعیت په هکله، موږ اسلامي امارت د اسلامي اصولو په مطابق او همدارنګه د افغانستان د خلکو د باورونو په مطابق د خپل هېواد چارې تنظیم وو او په دې برخه کې باید هېڅ هېواد اندېښمن نه وي.»
په همدې حال کې په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د دغه سازمان له سفیرانو سره د کتنې پر مهال د ښځو د کار او زده کړو په اړه د سرپرست حکومت وروستي فرمانونه د اسلامي اصولو خلاف وبلل.
په دې اړه مو اندونه