نن د اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې هوکړهلیک د لاسلیک کېدو له درېیمې کلیزې سره برابره ده.
د دوحې هوکړهلیک درې کاله وړاندې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې په قطر کې لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک له اتلسو میاشتو سختو مذاکراتو وروسته، د افغان سولې لپاره د امریکا د مخکیني استازي زلمي خلیل زاد او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مخکیني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو په دې هکله ویلي و:«هغه ګامونه چې طالبان یې باید پورته کړي، دا دي چې د دغې هوکړې پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي، څو په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.»
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مخکیني مرستیال ملا عبدالغني بردار درې کاله مخکې د هوکړې له لاسلیک وروسته وویل:«د افغانستان د مجاهد ولس او نړۍ په ګټه یو مثبت اقدام دی، او ټولو ته یې مبارکي وايم. د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د شوې توافقنامې عملي کولو ته ژمن دی.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري پرغاړه لرله، له طالبانو سره د مذاکراتو لومړی پړاو د ۲۰۱۸ کال کال د اکټوبر پر ۱۲مه، د قطر په دوحه کې پېل کړ.
بالاخره له لسم پړاو مذکراتو وروسته دغه هوکړه لیک په ځانګړو مراسمو کې د دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په حضور سره په شېراتون هوټل کې د زلمي خلیل زاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبراغا په دې هکله وايي:«دا د افغانستان په ګټه وه، دا د مجاهدینو د جهاد نتیجه وه؛ خو تاوان یې دا دی چې نن افغانستان د دنیا څخه یا له نړۍ څخه خلک تنها شمېري په رسمیت یې نه پېژني، دا بیا د افغانستان په زیان دی.»
د دوحې د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لار هواره شوه او امریکایي ځواکونو له خپلو متحدانو سره په افغانستان کې خپل شل کلن حضور پای ته ورساوه.
د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې باور دي، چې دغه هوکړهلیک واک ته د اسلامي امارت د رسېدو زمینه برابره کړه او د جمهوریت د سقوط لامل شو.
د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«په یقین سره که چېرې دغه تړون په سمه توګه تطبیق شوی وای، د دې احتمال و چې ډاکټر صاحب اشرف غني افغانستان نه وای پرېښی او زموږ حکومتي سیسټم به هم نه ړنګېده او له اسلامي امارت سره به یوه ډېره عادلانه هوکړه شوې وای، او بالاخره د افغانستان وروڼه به ټول سره په ګډه یو ښه حکومت جوړ کړی وای.»
د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په درېیو ژبو، پښتو، دري او انګلیسي ژبو چمتو شوی و، چې یو ډول اعتبار لري او د څلورو مهمو موردونو لرونکی دی.
په دې اړه مو اندونه