Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه؛ د افغانستان پر تحولاتو به بحث وشي

د نن دوشنبې (د کب په ۲۲مه) په قطر کې د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه.

د قطر د نړۍوال امنیت د څېړنو نړۍوالې اکاډمۍ په خپله رسمي پاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به درې ورځې دوام ومومي او پر درېیمه ورځ یې د افغانسان د بدلونونو او د امنیت، حکومتولۍ او بشري حقونو په برخو کې د هېواد د لرلید په تړاو خبرې وشي.

د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي:«افغانستان د امریکا متحده ایالتونو او نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له لوري د واک تر خپلولو وروسته لوی بدلونونه تجربه کړي دي. د دغو بدلونونو په پایله کې د دغه هېواد د شاوخوا نیم نفوس لپاره د زده‌کړو او کار فرصتونه خورا کم شوي او د حکومتولۍ ستونزې او بشري ناورینونه یې زیات کړي دي.»
                          
د حقوقي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس په دې هکله وايي:«زه په دې اند یم چې دا ډول غونډې ښه کار دی، د دې لپاره ښه کار دی چې لږ تر لږه د افغانستان موضوع هېره وې نه ده. د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه د بحث لپاره مطرح دي. په افغانستان کې حکومتولي د بحث وړ ده.»
 
د سیاسي چارو شنونکی حامد عزیزي مجددي هم څرګندوي:«دا غونډې دا چې یو اړخیزې دي او د افغانستان سرپرست دولت استازی بلل شوی نه دی له همدې امله پایلې ته نه رسېږي.»
                            
که څه هم په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي حضور نه لري، خو د مخکیني حکومت ځينو چارواکو او د پارلمان غړو په‌کې ګډون کړی دی.
 
په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي حضور نه لري، خو د مخکیني حکومت ځينو چارواکو او د پارلمان غړو په‌کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه