Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو ‌په سمرقند کې د افغانستان په تړاو د جوړېدونکې غوندې په هکله خبر ورکړ

ټاکل شوې چې د اپرېل میاشتې په منځ کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه په ازبیکستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي.

ټاس خبري اژانس د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ليکلي دي، چې د زيږديز کال په روانه مياشت کې به د ازبیکستان په سمرقند کې د افغانستان د وضعيت په اړه ناسته وشي.

ښاغلی کابلوف وايي چې په ياده غونډه کې به د افغانستان د ګاونديو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړی استازی زیاتوي:«موږ په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه ځينې مهم پروګرامونه لرو. د اپرېل مياشتې په ديارلسمه نېټه به د افغانستان او روسيې د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون غونډه به د ازبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي او هلته به د افغانستان په اړه بحث وشي».

بل خوا ښاغلی کابلوف، د پنځه ډلې په اړه، چې په دې وروستيو کې د مسکو او ايران له لوري د افغانستان د مسئلو د حل په موخه وړاندیز شوې، وايي چې د يادې ډلې په چارو کې د هند د حضور په اړه د پاکستان د نه همغږۍ له امله هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

ضمیر کابلوف څرګندوي:«تر اوسه د يادې موضوع په برخه کې له دې امله چې پاکستان په دې پړاو کې د هند له دخالت سره مخالفت لري، څه پرمختګ نه دی شوی».

خو اسلامي امارت وايي چې هره ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، بايد د اسلامي امارت استازی وروبلل شي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي:«هره ناسته چې د افغانستان په هکله کېږي، که په سیمه‌ييزه کچه وي او که په نړۍواله، لازمه ده چې د اسلامي امارت پلاوی د یوه لوري په توګه وبلل شي چې د افغانستان په هکله حقایق له ګډونوالو سره شریک کړي او خپلې تګلارې واضح کړي.»

بله خوا د سياسي چارو کارپوهان د افغانستان په اړه د داسې غونډو جوړېدل مثبت ارزوي.

د سياسي چارو کارپوه حميد صفوت وايي:«د ازبیکستان کنفرانس د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته چې په کلکه په خپلو هېوادونو کې د ناامنۍ د لمنې غځېدو په هکله اندېښمن دي.»

د سياسي چارو کارپوه واحد فقيري هم څرګنده کړه:«تر هغې چې دننه افغانستان کې یو ملګری یا دوست او همکار پيدا نه کړي، دا ډول هڅې به پایلې ونه لري. موږ په بهر کې دا ډول هڅې او مجلسونه ډېر لیدلي دي؛ خو مثبته پایله یې نه‌ده لرلې.»

د مسکو او تهران د دغه چوکاټ د رامنځته کېدو موخه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت او د ترهګرۍ، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره د ګډې مبارزې لپاره د ګاونډیو هېوادونو ګډه همکاري ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه