Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما:افغانستان کې زموږ کارکوونکي به تر بلې خبرتیا خپلو دندو ته حاضر نه شي

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو سازمان په دفتر کې، د ښځو د کار له منع کېدو وروسته، یوناما چهارشنبې ناوخته اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان ښځینه او نارینه کارکوونکي به خپلو دندو ته حاضر نه شي. 

یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز د نه منلو وړ او له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دی. 

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د اسلامي امارت د چارواکو له خوا ملګرو ملتونو سازمان ته خبر ورکړل شوی چې ښځينه کارکوونکي د ملګرو ملتونو سازمان په ادارو کې د کار کلولو اجازه نه لري او دا پرېکړه به اجرا شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ په باور، دا پرېکړه د ښځو د هغو کاري محدودیتونو دوام دی چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې لګول شوي دي.

یوناما په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته کړې چې د ښځو د کار د منع کېدو پرېکړه د ښځو د حقونو، نړۍوالو او بشرپالو قوانینو څرګند نقض دی. 

خبرپاڼه کې همدرانګه راغلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي استازې زرا اوتونبایوا د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره په اړیکه کې ده چې په دې هکله کوم حل لار پيدا شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په افغانستان کې د شته بشري ناورین په هکله له اندېښنې سره ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د کار د منع کېدو پرېکړه، له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې تعامل تر اغېز لاندې راولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه