Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۶۰۰ جریبه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

عبدالحمید جهادیار زیاتوي، د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د غصب شویو ځمکو څېړنه روانه ده.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند عبدالحمید جهادیار وايي: «په دغو ځمکو کې نږدي ۵۰۰ زره جریبه ځمکه په مجموعي ډول استرداد شوې ده، چې له دې ډلې يې ۱۶۴۹ جریبه ځمکه په کابل ښار کې له غصب څخه راګرځول شوې او لا هم څېړنې روانې دي.»

په همدې حال کې د کابل په ختیځ کې د یوه ښارګوټي خاوند د خپل ښارګوټي له څېړنې هرکلی کوي او وايي، له دغه کمېسیون سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

د حبیب الله ځاځي ښارګوټي خاوند حبیب الله ځاځی وايي: «موږ په خپل ښارګوټي کې د ځمکو له څېړنې هرکلی کوو او زموږ ۵۲۲ جریبه ځمکه قباله يي ده او په دې کې زیاته ځمکه به کمېسیون وڅېړي او بېرته به يې وګرځوي.موږ د دې کمېسیون قوانینو او اصولو ته ژمن یوو.»

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون څخه غواړي، چې غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبینو بېرته واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکی اسدالله وايي: «کومې ځمکې چې غصب شوې دي، هغه که شخصي وي باید خاوندانو ته يې ورکړل شي او که دولتي وي، نو باید دولت ته راوګرځول شي.»

د کابل ښار اوسېدونکی شفیق الله احمدي زیاتوي: «کمېسیون باید له ټولو زورواکو غصب شوې ځمکې راوګرځوي، ځکه دا بیت المان دی او د ولس ځمکې دي، چې زورواکو غصب کړې دي.»

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په نیمايي کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان په اساس جوړ شو، چې موخه يې د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته دولت ته راګرځول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه